د لاسرسي ځای

تازه خبر

يو پاکستاني د لمر په رڼا چلېدونکی موټر جوړ کړی


په پاکستان کې خلک د سي اېن جي لپاره په ساعتونو په ګاډو کې ناست انتظار کوي، د يو شخصي کمپنۍ مالک د لمر په رڼا چلېدونکی موټر جوړ کړی دی چې د نورو لپاره د هيلې يو بڅری ښکاري.

په واشنګټن کې د قامي ولسي راډيو په نامه د خبرونو او تحليلونو شبکې پر خپله وېبپاڼه په پاکستان کې د ګېس د زياتې غوښتنې په اړه مقاله خپره کړې چې ليکي، په داسې حال کې چې په پاکستان کې خلک د سي اېن جي لپاره په ساعتونو په ګاډو کې ناست انتظار کوي، د يو شخصي کمپنۍ مالک د لمر په رڼا چلېدونکی موټر جوړ کړی دی چې د نورو لپاره د هيلې يو بڅری ښکاري.


قامي ولسي راډيو (نېشنل پبلک رېډيو) پرخپله وېبپاڼه په خپره شوې مقاله کې ليکي، په داسې حال کې چې پسرلی پیل شوی، د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې هرې خوا ته غوړېدلي ګلان تر سترګو کيږي او د مرغيو چڼهار اورېدل کيږي.

خو بيا هم د سوهېلي آسيا د يو شمېر ښارونو په څېر اسلام آباد او د هيواد نور ښارونه له يو لړ ستونزو سره مخامخ دي. يو خوا ته په دغه ښار کې د اسلامي سختدريځۍ د مخنيوي لپاره سړکونه او حکومتي ودانيو او پرمختللو هوټلونو ته پر تلونکو لارو وړوکې سميټې دېوالونه جوړ شوي نو بلخوا د ښار زياتره خلک خپلو ګاډو ته د سي اېن جې اچولو لپاره په ساعتونو په قطار کې ولاړ وي چې د موټروانانو په وينا اوسط وخت يې څلور ساعته وي.

چارواکي وايي چې په دغه هيواد کې په مليونونو خلک له سي اېن جي څخه ګټه اخلي. يو موټروان عبدالماجد چې د قطار په منځ کې د سي اېن جي په انتظار دی، وايي چې، نيم عمر يې په دغو قطارو کې تيريږي. که څه هم موټرونو ته پټرول هم وراچول کېدای شي خو د ده په وينا د هغه بيعه تر سي اېن جي درې چنده زياته ده.

وېبپاڼه ليکي، پاکستان لس کاله وړاندې د سي اېن جي استعمال ته خلک هڅول پيل کړل چې حکومت غوښتل چې د ګران بيعه تيلو د درآمد کولو پر ځای دې د هيواد له ځپل ګېس څخه ګټه پورته کړل شي.

د ګران بيعه تيلو او د سي اېن جې تر لاسه کولو له زحمته د ځان خلاصولو لپاره په پاکستان کې د يخنۍ او ګرمۍ پيدا کولو د آلاتو د يو کمپنۍ مشر اسلم آزاد د لمر په رڼا چلېدونکی موټر جوړ کړی دی.

نوموړی وايي پر دغه موټر يې پنځه لکه ډالره چې شاوخوا پنځه کروړه روپۍ کيږي لګښت راغلی دی. نوموړي د وېبپاڼه خبريال په دغه موټر کې سپور کړ او په ښار کې دننه يې وګرځاوه او ورته وې ويل چې دا موټر د ګټې لپاره نه دی بلکې دا په اوس وخت کې د خلکو ضرورت دی.

د آزاد په وينا دا موټر به د خلکو اقتصادي ستونزې حل کړي او دوی به په اوږدو قطارونو کې د انتظار له زحمته خلاص کړي. د لمر په رڼا چلېدونکی دغه موټر د ورځې ۵۰ ميله سفر کولای شي خو آزاد پلان لري چې د دې اوسنۍ بېټرۍ په نوې ټېکنالوجي سره بدله کړي او بيا به دا موټر پنځه چنده زيات سفر وکړای شي.

اسلم آزاد باوري دی چې حکومت به په راتلونکو مياشتو کې نوموړي ته د دا ډول ګاډو د جوړولو اجازت نامه ورکړي.
XS
SM
MD
LG