د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوربند نه غځوو. طالبان


تحریک طالبان پاکستان پرون د چارشنبې ورځ مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویليدي چې حکومت یې پر غوښتنو غور نه کوي، نو ځکه خپله ډزبندي نوره نه غځوي.

تحریک طالبان پاکستان پرون د چارشنبې ورځ مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویليدي چې حکومت یې پر غوښتنو غور نه کوي، نو ځکه خپله ډزبندي نوره نه غځوي.


شاهدالله شاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي د هغه له خولې په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د اوربند نه غځولو باوجود به یې له حکومت سره امن مذاکرات جاري ساتي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیرشاه فرمان د وسله والو طالبانو له لوري د اوریند نه غځولو په غبرګون کې وویل هېڅ ممکنه ده چې له ډزبندۍ بغېر د ې د سولې خبرې اترې پرمخ ولاړې شي.

نوموړي پرون د چارشنبې ورځ په پیښور کې خبریالانو ته وویل، مرکزي حکومت ته پکار ده چې د ډزبندۍ لپاره سنجیده کوښښونه وکړي.

پرون ماځیګر(شورو/چارشنبه) د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ غونډه وشوه چې پکې له وسلوالو طالبانو سره د مذاکراتو په لړ کې د صوبايي حکومت پر کردار بحث وشو.

پر دې موقع اپوزیشن ګوندونو دسولې لپاره د روانو خبرواترو په عمل اندېښنې څرګندې کړې او زیاته یې کړه چې په دې کی د پښتونخوا او قبایلی سیمو له هغه مشرانو سره مشوره نه کیږي چې ترهه ګرۍ ځپلي دي.

دا غونډه د اپوزیشن ګوندونو په غوښتنه رابلل شوې وه.
XS
SM
MD
LG