د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو: د اوکراين په ختيځ کې به د روس مداخله تاريخي غلطي وي

د ناټو سېکرټري جنرل اندرس فوګ راسموسین روس ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین په ختیځ کي هر ډول یرغل به یوه تاریخي غلطي وي.

د ناټو سېکرټري جنرل اندرس فوګ راسموسین روس ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین په ختیځ کي هر ډول یرغل به یوه تاریخي غلطي وي. نوموړي غوښتي چې ماسکو باید د اوکراین د پولو په اوږدو کې ځای پرځای کړي عسکر وباسي.


راسموسين نن په پېرس کې د خبرو پرمهال وویل، په اوکراین کې د روس زیاته مداخله به د ماسکو او ناټو اړیکو ته ناوړه پايلې ولري او په نړيواله توګه به روس يوازيکړي.

نوموړي دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې اوکرایني چارواکي د هغو روس پلوه احتجاج کوونکو پر ضد عمل کوي چې په ختیځو ښارونو کې یې حکومتي ودانۍ نيولي دي
.
له کومې ورځې چې د اوکراین کرایمیا سیمه له روس سره یوځای شوې، ناټو له ماسکو سره ټولي سیاسي همکارۍ بندي کړي او د دې سازمان په ختیځو غړیو هیوادونوکې یي ځواکونه زیات کړیدي.

ماسکو له ناټو څخه خپل جګ پوړی پوځي استازی ایستلی دی.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG