د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغان ټاکنو ګاونډیانو ته پېغام ورکړ چې خپلې تګلارې واړوي'


د کابل په خېرخانه کې افغانان د رایو اچولو لپاره په قطار کې ولاړ دي
د کابل په خېرخانه کې افغانان د رایو اچولو لپاره په قطار کې ولاړ دي

د پاکستاني حکومت لپاره اوس وخت راغلی دی چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي. تر اوسه چې دوی کومې بابولالې ویلې دي له هغوی لاس واخلي.

پراګ: په افغانستان کې له یوه جمهوري ولسمشره بل جمهوري ولسمشر ته د واک سپارلو لپاره د تېرې شنبې په ورځ انتخابات تر سره شو. د افغانستان د انتخاباتو د کمېشن په وینا ، له دولس میلیونه ثبت شوو رایو څخه لږترلږه اووه میلیونه رایې اچول شوې دي کومې چې د هغوی په وینا شاوخوا اته پنځوس فیصده جوړېږي.


د افغانستان ولس په داسې وخت کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې په پراخه کچه برخه واخیسته چې نه یوازې نړیوال ځواکونه له دې هیواده د وتلو تیاري کوي بلکې وسله والو طالبانو هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

په کابل کې مېشت د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی وايي ، افغانان پر ولسواکي باور لري او تشدد یې رد کړی دی.

له نصرالله ستانکزي څخه مو وپوښتل چې دا بریالي بلل شوي انتخابات د افغان حکومت پر ضد جنګېدونکو ډلو ته څه پېغام لري؟

هغه وویل ً ټولټاکنو دا ثابته کړه چې د افغانستان ولس موجوده نظام مني ، دغه آيين مني او مخالفینو ته یې پېغام دا دی چې هغوی هم باید د افغانستان اکثریت خلکو ته احترام وکړي ، راشي د سولې بهیر ته او دا اساسي قانون ومني او پلی یې کړي.ً

د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی
د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی
د افغانستان په لسیزو اوږده جګړه کې د نړۍ یو شمېر هیوادونه او په خاصه توګه د افغانستان ګاونډي هیوادنه لکه پاکستان او ایران په زیاته لاس وهنه تورن شوي دي.

د نصرالله ستانکزي په وینا ، له هنده پرته نور یوه ګاونډي هیواد ته هم په افغانستان کې داسې جمهوري حکومت د منلو وړ نه دی قوم چې پر خپلو پښو ولاړ وي.

د افغانستان پر حالاتو نظر لرونکی پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وايي ، د افغانستان ګاونډيان باید د دې هیواد په اړه خپلې تګلارې اوس بدلې کړي.

افراسیاب خټک په افغانستان کې د تر سره شوو انتخاباتو په اړه مشال راډیو ته وویل ً کومو ګاونډیو هیوادونو چې په افغانستان کې د حکومت جوړول او ورانول د ځان کار ګڼلی وو ، د دې انتخاباتو هغوی ته پېغام دا دی چې نور له دې کاره لاس واخلي.ً

افراسیاب خټک زیاته کړه چې ً د افغانستان د انتخاباتو په نتیجه کې چې هر څوک ولسمشر کېږي دا بېله خبره ده خو افغان ولس دا انتخابات وګټل او جنګ خوښوونکو د زړونو او ذهنونو ګټلو جنګ بایللی دیً.

د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزي په وینا ، په جګړه ځپلې افغانستان کې اوس جمهوریت وده کړې ده او دا بهیر به د وخت له تېرېدو سره نور هم غښتلی شي.

نصرالله ستانکزي وویل ً اوس دا ثابته شوه چې په تېرو دولس کالو کې افغانانو په خپل هیواد کې د ولسواکۍ بنیادي ستنې ودرولې او هغوی ته یې وده ورکړه. زه فکر نه کوم چې افغانستان کې دي یو ځل بیا د تېر په څېر داسې نظامونه رامنځ ته شي کوم چې له قانونه بهر وي.ً
پښتون سیاستوال افراسیاب خټک
پښتون سیاستوال افراسیاب خټک
​افراسیاب خټک نصرالله ستانکزي ته ورته نظر لري او وايي چې په افغانستان کې اوس حالات د پخوا په پرتله ډېر بدل دي او ګاونډیانو په خاصه توګه پاکستان ته په کار دی چې دې بدلونونو ته پاملرنه وکړي.

افراسیاب خټک وویل ً د پاکستاني حکومت لپاره اوس وخت راغلی دی چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي. تر اوسه چې دوی کومې بابولالې ویلې دي له هغوی لاس واخليً.

سیاستوال افراسیاب خټک زیاته کړه چې ً پاکستان باید له افغان ولس او افغانستان سره دوستي جوړه کړي. هغه ډلې او افراد پرېږدي کوم چې دوی ساتلي وو. هغوی اوس په افغان ټولنه کې ارزښت له لاسه ورکړی دیً.

دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د ولس له خوا یو ټاکل شوی ولسمشر به په سوله ییزه توګه واک یو بل داسې ولسمشر ته واک وسپاري چې هغه هم د ولس په رایو تر واکه رسېږي.

د امریکايي ولسمشر باراک اوباما ، د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون ، د ناټو مشر اندرې فوغ راسموسن او پاکستاني وزیراعظم نوازشریف په ګډون د نړۍ یو شمېر مشرانو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ، افغان امنیتي ځواکونو او افغان ولس ته پر شوو انتخاباتو مبارکي ویلې ده
XS
SM
MD
LG