د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت نور طالب قيديان خوشي کوي.


د پاکستان د کورنيوو چارو وزير چودري نثار علي خان
د پاکستان د کورنيوو چارو وزير چودري نثار علي خان

د تحريک طالبان پاکستان د مذاکراتو د کميټې رابطه کارمولانا يوسف شاه نن مشال ريډيو ته وويل چې د حکومت مذاکراتي کميټې او کورنيوو چارو وزارت ته يې د طالبانو له خوا د غير جنګي قيديانو يو ليست ورکړی. تېره هفته هم حکومت د طالبانو په غوښتنه ۱۹ کسان له زندانه ازاد کړي.

د پاکستاني حکومت سره د خبرو لپاره د تحريک طالبان پاکستان د مذاکراتو د کميټې رابطه کار مولانا يوسف شاه وايي چې د داخله چارو وزير ورسره وعده کړي چې ځينې نور طالب قيديان به خوشي کړي.

مولانا يوسف شاه نن مشال ريډيو ته وويل چې د حکومت مذاکراتي کميټې او کورنيوو چارو وزارت ته يې د طالبانو له خوا د غير جنګي قيديانو يو ليست ورکړی.

نوموړي زياته کړه: ((د داخله چارو وزير او د حکومت د مذاکراتو کميټې موږ ته دا ډاډ راکړی چې زموږ له خوا ورکړل شوی د غير عسکري قيديانو دې ليسټ کې موجود کسان به خوشي کوي. دا فیصله مو هم کړي چې حکومتي کميټې به د تحريک طالبان پاکستان سره دا هفته نيغ په نيغه ملاقات کوي. د داوړو خواوو پر نوروغوښتنو به هلته بحث وشي.))

تېره هفته هم حکومت د طالبانو د غوښتنې مطابق ۱۹ کسان له زندانه ازاد کړي.
مولانا يوسف شاه
مولانا يوسف شاه
​د پاکستان پر مسلم ليګ (ن) حکمران ګوند مخالفه سياسي ډلو د طالبانو سره د خبرو لړ کې د طالب بنديانو خوشي کولو له وجې تنقيد کړی او دا يې يو غير قانوني کار بللی خو تېره ورځ د پاکستان د کورنيوو چارو وزير چوهدري نثار علي خان خبريالانو ته اسلام اباد کې وويل چې د وسله والو سره د دوی خبرې کاميابي دي او له همدې وجې په تېرو څو هفتو کې کومه بمي چاودنه نه ده شوي.

خو د سياسي چارو څيړونکی عقيل يوسفزی وايي نه خو د طالب وسله والو خوشي کول تحريک طالبان پاکستان خوشالولی شي او نه هم مذاکرات کومه مثبته نتيجه ورکولی شي.
هغه نن مشال ريډيو ته وويل: ((زما خيال دا دی چې پوځ د پاکستاني طالبانو خلاف د عملياتو پلان جوړ کړی نو هغوی لږ وخت ته ضرورت لري. بلخوا پاکستاني طالبان هم د دې کال په آخره کې له افغانستان څخه د بهرنيوو پوخيانو وتلو ته سترګې پر لاره دي چې په سيمې کې د افغان طالبانو او القاعده سره په شريکه خپل کارونه پلان کړي. نو زما په خيال آخري کار به د دواړو خواوو ترمنځ جګړه وي.))
XS
SM
MD
LG