د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ډلې ډلې خلک د رایې اچونې ته راوتلي دي


د افغانستان د خوست والي جبار نعیمي د رایې اچونې له کارډ سره
د افغانستان د خوست والي جبار نعیمي د رایې اچونې له کارډ سره
خوست: د افغانستان په خوست کې د ټاکنو په ورځ سهار وختي خلک ډلې ډلې د رايې اچونې مرکزونو ته راوتلي او د مرکزونو تر پرانیستل کیدو وړاندې د رایې اچونې مرکزونو ته په لیکو کې ولاړ ول. خلک وايي چې دا ځل د یوې ځانګړې لیوالتیا له مخې په ټاکنو کې برخه اخلي او په ډاډه زړه غواړي چې د یو مثبت بدلونه لپاره خپلې رايې وکاروي.

د خوست ولایت ملکي او پوځي چاوراکي د یو ډله مشرانو او د مدني ټولنې فعالانو سره په ګډه د سهار پر اونیمو بجو د خوست والي استوګنځي ته نژدې د رایې اچونې مرکز ته ورغلل او خپلې رایې وکارولې.

د خوست ښار په سړکونو ، کوڅو او شاوخوا سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي او په سړکونو کې د تېرو ټاکنو په پرتله د خلکو ګڼه ګوڼه بیخي زیاته ده.

د خوست ولایت چارواکي وايي چې ټولو ۱۸۶ ټاکنیزو حوزو ته يې د رایې اچونې لازم لوژستیکي مواد لیږدولي دي ، خو د خوست د باک ، د تڼیو د حاجي پیربادشاه او نیک محمد ښوونځي څخه یو شمېر خلکو مشال راډیو ته د ټلیفون پر لیکه وویل چې دوی د لوژستیکو موادو د کمبود ستونزه لري.

په هغه حوزه کې چې د خوست والي جبار نعیمي په کې رایه وکاروله ، هم له پنځو مرکزونو څخه په دوو کې اول سهار د ټاکنو لپاره د موادو د کموالۍ ستونزه موجوده وه.

جبار نعیمي د رايې اچونې پر مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې پر خلکو غږ وکړ چې په دې ټاکنو کې دې ځکه ګډون وکړي چې په لومړي ځل په دې هېواد کې د ولسواکۍ او منتخب نظام د رامنځته کولو له لارې د قدرت سیاسي لېږد ترسره کیږي:

جبار نعیمي وویل ً زه امیدوار یم چې زموږ ټول هغه ولس چې د رایې اچونې د شرایطو سره برابر وي، خپلې رایې به وکاروي، موږ هم نن په خوست کې د رایې ورکوونې لپاره دې حوزې ته راغلي یو، خپله مې هم رایه وکاروله، زه امیدواره یم چې زموږ په هېواد کې دا د ولسواکۍ پروسه په ښه او شفافه توګه ترسره شي."

د خوست امنیه قوماندان سمونوال فیض الله غیرت مشال راډیو ته د ښار په یو ټاکنیزه حوزه کې د خبرو پر مهال د نوموړي ولایت په ټولو سیمو کې د کلکو امنیتي تدابیرو خبره وکړه:

فیض الله غیرت وویل ً د امنیت په برخه کې به د امنیتي مسوول په توګه تاسو ته دومره ووایم، چې په ۱۸۶ حوزو او ۵۸۹ سایټونو ته مو د ټاکنو ټول ضروري لوازم رسولي دي، د هغوی امنیت مو مشترکاً تامین کړی دی، ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت په ګډه د دې پروسې امنیت ساتي، خلک کولای شي په سوله ییزو شرایطو کې خپلې نږدې حوزه کې خپل د خوښې وړ نوماند ته کارولی شي."

په خوست کې یو شمير قومي مشرانو او دیني عالمانو هم په یو شمېر ټاکنیزو حوزو کې له مشال راډیو سره په خبرو کې پر دې پروسه خوښي څرګنده کړه او له خلکو يې وغوښتل چې خپلې رایې وکاروي او خپل امانت په صحیح توګه اهل کسانو ته وسپاري.

بل خوا د خوست د یو شمېر ولسوالیو ولسوالانو او مسوولینو هم په یادو سیمو کې ټاکنو ته د پوره تیاریو خبره وکړه او ویې ویل، چې تر اوسه له کوم ډول ستونزې سره نه دي مخامخ شوي.

همدارنګه د پکتیکا ولایت مطبوعاتي مسوول مخلص افغان له مشال راډیو سره په خبرو کې ً نن د شنبې په ورځ وویل چې د پکتیکا ولایت ټول ۲۶۶ د رایې اچونې مرکزونه د رایه اچونکو پر مخ خلاص دي او اوسنیو ټاکنو ته ۶۵زره کسانو نوې نوملیکنه کړېده چې نیمايي يې ښځې دي.ً

د ده په خبره کوم امنیتي خطر نه ویني خو بیا هم دوی ریزرف امنیتي قوتونه برابر کړي چې د ممکنه امنیتي تهدیدونو مخه ونیسي.

بل خوا د دولت وسله والو مخالفینو هم ګواښ کړی دی چې د دې ټاکنو د ترسره کیدو مخه به نیسي.
هغوی وايي چې په خوست کې یې د رایې اچونې یو شمېر مرکزونه تړلي دي خو حکومتي او ازادو سرچینو د دې پخلی نه دی کړی.
XS
SM
MD
LG