د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان له خپل دولت، ایین او ادارو سره مینه لري


ګارډین ورځپاڼې د افغانستان په انتخاباتو او د هیواد په راتلونکي د خبریال جون بون “Jon Boone” لیکلې یوه مقاله خپره کړې ده.

ګارډین ورځپاڼې د افغانستان په انتخاباتو او د هیواد په راتلونکي د خبریال جون بون “Jon Boone” لیکلې یوه مقاله خپره کړې ده.


پر افغانستان د شوروي اتحاد له قبضې ختمیدو یو لس میاشتې وړاندې د امریکا استخباراتي چارواکو اندازې لګولې چې د شوروي اتحاد له وتلو سره سم به د نجیب الله حکومت نسکور شي. خو دا اندازې غلطې ثابتې شوې او د شوروي ځواکونو تر وتلو وروستو نجیب الله د ولسمشر په حیث تر دریو کالو حکومت وکړ.

اوس هم د بهرنیو چارو یو شمېر کارپوهان دا اندازې لګوي چې طالبان به یو ځل بیا په افغانستان قابض شي. نن په افغانستان کې انتخابات کېږي او دا قسمه کارپوهان وايي چې دا په دغه هیواد کې د ناټو ځواکونو له وتلو وروستو د ګډوډۍ رامینځ ته کولو لامل جوړایدای شي.

خبریال لیکي ـــ دا ټیک خبره ده چې په ۲۰۰۹ م کې انتخاباتو کې ډېر تشدد شوی وو او په میلینونو خلکو په کې ووټونه په سمه توګه نه وو ورکړي ـــ خو بیا هم کرزی ولسمشر شو او خلکو وزغملو.

دا وخت هم حالات تر هغه څه ډېر بدل نه دي. او انتخاباتي نظام کې ډېرې کمزورۍ دي. خو بیا هم په افغانستان کې سیاسي او اییني روغه جوړه پیاوړې ده، افغانان خپل جمهوریت او خپلې اییني ادارې خوښوي او نظر پوښتنې ښيي چې ۷۰ فيصده افغانانو په پام کې نیولې چې رایې به ورکوي.

امنیتي ځواکونه نور هم پیاوړي شوي دي او سره له دې چې بهرنۍ مرستې ډیرې کمې شوي دي تراوسه يې د مخالفینو خلاف ټولې جګړې ګټلي دي. لیکوال وړاندې لیکي ــ چې د طالبانو د یاغیتوب په اړه ډېر له مبالغې کار اخیستل کېږي. طالب وسله وال د نولس اتیایم لسیزې د مجاهیدینو یوازې پینځمه برخه ده ـــــ او د ټول ولس مرسته ورسره نشته.

خبریال په پای کې لیکي ــ لنډه دا چې د افغانستان په اړه له دا ډول وړاندوینو ویره نه ده پکار. د انتخاباتو چې هر څه نتیجې راووځي حالات دا اوس چې څنګه دي هم داسې به وي. دا تمه کیدای شي چې راتلونکې منتخب حکومت به داسې وي چې څوک به يي نسکورولای نه شي او د افغانستان په کلیوالو جنوب مشرقي سیمو به یاغیتوب روان وي چې په اسانه به ورته ماتې نه شي ورکول کیدای.
XS
SM
MD
LG