د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې پر دوو بهرنیو خبریالانو حمله یوه افغان پولیس کړې


کیتي ګنن
کیتي ګنن

د دغه پېښې قاتل په تڼي ولسوالۍ کې یو افغان پولیس افسر دی. چارواکو د مشال راډيو خبریال ته وویل چې افسر نقیب الله نومېږي چې په ولسوالۍ کې وړوکۍ پولیس قومندان دی.

له سیمې د مشال راډيو خبریال وايي، پېښه نن د جعمې پر ورځ په تڼیو ولسوالۍ کې شوې ده. د ده په خبره، یوه وسله وال چې د پولیسو وردي یې په غاړه وه، د اسوشي اېټډ پریس پر دوو خبریالانو ډزې وکړې.


د دې په نتیجه کې یوه جرمنه خبریاله انیا نیدرېنګ هاوس وژل شوې او بله هغه ژوبله ده.
انیا نیدرېنګ هاوس د خبریالۍ ډګر کې یو له ښو عکاسو ګڼل کېږي.

ژوبله خبریاله کیتي ګنن نومېږي او د کاناډا ښودل کېږي. چارواکي وايي، د نوموړې روغتیايي وضع ښه ده.

د دغه پېښې قاتل په تڼي ولسوالۍ کې یو افغان پولیس افسر دی. چارواکو د مشال راډيو خبریال ته وویل چې افسر نقیب الله نومېږي چې په ولسوالۍ کې وړوکۍ پولیس قومندان دی. له جنایت وروسته هغه خپل ځان په سوله ییز ډول پولیس ته وسپارلو. چارواکي وايي، چې، نقیب الله د کابل غوربند ولسوالۍ څخه د افغان پولیس په لیکو کې اخیستل شوی وو.

د اې پي خبریاله کېتي ګنن د خوست روغتون کې تر درملنې لاندې ده، د خوست روغتون یوه ډاکتر د مشال راډيو خبریال ته وویل چې د هغې ژوند له خطره وتلی دی او اوس ښه ده. د مشال خبریال دا مهال په روغتون کې دی او هڅه کوي چې له خبریالې ګېتي ګنن سره که هغه وکولای شي خپله خبرې وکړې.




کېتي ګنن د افغانستان او پاکستان لپاره د اسوشي اېټېډ برېس ځانګړې سیمه ییز خبریاله ده.

بلخوا د خوست ولایتي امنیتي چارواکي وايي، چې د شنبې ورځې ټاکنو ته د امنیتي تدابیرو په لړ کې یې د نوموړي ولایت په مربوطاتو کې یو شمېر وسلې او درې مشکوک وسلوال نیولي دي.

خوست امنیه قوماندان سمونوال فیض الله غیرت د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، چې د شنبې ورځې له پاره د پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت د ادارې د سرتیرو له خوا کلک امنیتي تدابیر نیول شوي تر څو خوستوال وکولای شي، په ډاډه زړه د شنبې په ورځ د ټاکنو په ملي بهیر کې برخه واخلي.


هغه تیره ورځ د نوموړي ولایت په مربوطاتو کې د ګڼو وسلو او مهماتو همدارنګه دریو تنو مشکوکو وسلوالو د نیولو کیدو خبره وکړه او ویې ویل، چې نیول شویو کسانو غوښتل دا وسلې، مهمات، ماینونه او نور جنګي توکي هغو سیمو ته ولیږدوي کوم، چې د ټاکنو حوزو ته لنډ وي او بیا هلته ناامنۍ جوړې کړي.

د ده په خبره اوسمهال ورسره د خلکو همکاري زیاته شوې او خلک د مشکوکو حرکتونو په باب مالومات شریکوي:


((لکه چې تاسو پوهیږئ موږ د ۹۳ کال د حمل د ۱۶ مې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو په درشل کې یو، نو ملي پولیس، ملي اردو او ملي امنیت د وضعیت د کنټرول له پاره لا ټینګ امنیتي تدابیر نیولي دي، څو زموږ ګران هېوادوال په ارامه او سوکاله فضاء کې د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي، همدارنګه دښمنان هم غواړي چې د ټولټاکنو دا بهیر ګډوډ کړي، زموږ پولیس بیا هم وتوانیدل، چې د دښمنانو هغه توطیې او دسیسې چې د انتخاباتو د مختل کولو له پاره يې ترسره کوي پر وخت مخه ونیسي.))


سمونوال فیض الله غیرت وویل، چې دوی درک مشکوک وسلوال چې نیول شوې وسلې يې لیږدولې همدرانګه ګڼې وسلې او مهمات چې مخالفیو غوښتل د دې په واسطه د ټاکنو په ورځ ناامني جوړه کړي نیولي دي:


((درې مشکوک وسلوال، یو میل هاوان، یو میل سل ډزۍ اودرې شارجورونه، یو پنځه ډزی ګیری ټوپک، ۴۶دانې لاسي بمونه، ۹۰۰ فیره مرمۍ، ۴۶کیلو ګرامه چرس، یو میل هاوان او نورې وسلې او مهمات مو نیولي دي.))

د یادونې وړ ده خوست امنیتي کسان داسې مهال د یو شمېر مشکوکو وسلوالو، وسلو او مهماتو د نیول کیدو خبره کوي، چې د ټاکنو ورځې ته تر څلریشتو ساعتونو لږه موده پاتې شوې ده.
XS
SM
MD
LG