د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو درې قوي نوماندان


د فرانسې خبري اژانس په خپله لیکنه کې لومړی د ډاکتر عبدالله عبدالله په اړه مالومات ورکړي دي. د لیکنې تر مخه، ډاکتر عبدالله د سترګو ناروغیو متخصص دی او د طالبانو تر واکمنۍ مخکې د برهان الدین رباني د حکومت غړی وو.

د فرانسې خبري اژانس په خپله لیکنه کې لومړی د ډاکتر عبدالله عبدالله په اړه مالومات ورکړي دي. د لیکنې تر مخه، ډاکتر عبدالله د سترګو ناروغیو متخصص دی او د طالبانو تر واکمنۍ مخکې د برهان الدین رباني د حکومت غړی وو.

هغه وخت عبدالله په نړۍ کې ځکه د ځان لپاره نوم جوړ کړ چې په انګرېزۍ ژبه ښه پوهېده. د ده پلار پښتون او مور یې تاجکه ده. دی د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې ملاتړي لري.

په ۲۰۰۱ز کال کې د طالبانو واکمنۍ پای ته له رسېدو سره عبدالله د انتقالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر وو او په ۲۰۰۶ز کال کې له دې دندې لرې کړل شو.

عبدالله عبدالله د ۲۰۰۹ز کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له ۳۰ فیصده رایو تر لاسه کولو سره دویم ځای خپل کړ او چې بیا انتخابات دویم پړاو ته داخل شول نو ده له خپلې نوماندۍ لاس واخیست.

د فرانسې خبري اژانس لیکي، ډاکتر اشرف غني احمدزی نومیالی عالم او اکاډیمیک دی او په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د جګړې پر مهال یې د امریکا په یو شمېر پوهنتونونو کې د استاد په توګه دنده تر سره کړې ده.

ډاکتر اشرف غني احمدزي تر ۱۱ کلونو په نړیوال بانک کې کار کړی دی. دی په ۲۰۰۱ز کال کې د طالبانو د واکمنۍ تر پای وروسته په کابل کې د ملګرو ملتونو استازي لخضر براهیمي مشاور وو.

غني له ۲۰۰۲ز کاله تر ۲۰۰۴ د افغانستان د مالیې وزیر وو او بیا وروسته د امنیت انتقال بهیر مشر شو.

غني د ۲۰۰۹ز کال په انتخاباتو کې څلورم ځای خپل کړی وو خو هغه وخت یې کیمپېن ډېر پیاوړی وو.

دی په خپلو ویناګانو کې وايي چې د هیواد زېربناوې یا انفراسټرکچر لکه سړکونه، رېل، د اوبو بندونه او برېښنا پرمختګ او جوړولو ته به توجه ورکوي.

ډاکتر اشرف غني احمدزی پښتون دی او د افغانستان په جنوب او ختیځ کې ملاتړي لري.

په ۲۰۱۳ز کال کې د پراسپېکټ په نوم مجلې اشرف غني د نړۍ دویم لوی مفکر وګرځاوه. اشرف غني، جنرال عبدالرشید دوستم خپل مرستیال ټاکلی دی چې ورباندې د بشري حقونو سرغړونو یو شمېر تورونه دي.

اژانس فرانس پریس د افغانستان په انتخاباتو کې درېیم لوی نوماند ډاکتر زلمی رسول ګرځولی دی.

په لیکنه کې راغلي، رسول د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر دی.

اژانس لیکي، افغان ولسمشر حامد کرزی په نارسمي توګه رسول ته لومړیتوب ورکوي. که څه هم کرزي په بیا بیا ویلي دي چې د هېڅ نوماند ملاتړ به نه کوي خو چې کله یې ورور قیوم کرزی د زلمي رسول په حق کې له خپلې نوماندۍ تېر شو نو د کرزي انتخاب په ډاګه شو.

رسول د ولسمشر کرزي نېږدې ملګری دی. دی ۷۰ کلن دی او له پاریسه یې د طب ډاکتري کړې ده.

دی د پخواني پاچا ظاهر شاه شخصي ډاکتر وو او په ۲۰۰۲ز کال کې د افغانستان د هوايي ټرانسپورټ وزیر وو. رسول تر دې وروسته د ولسمشر کرزي د ملي امنیت مشاور په توګه هم دنده تر سره کړې ده. که څه هم رسول پښتون دی خو ورباندې انتقاد کېږي چې په دې ژبه کې مهارت نه لري.

د افغانستان ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات سبا (د اپرېل پر پینځمه) کېږي او د ولس په رایو به دا ثابتېږي چې څوک د ولسمشرۍ څوکۍ تر لاسه کوي.
XS
SM
MD
LG