د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعره


د چارشنبې په ورځ په جلال اباد کې د نارنج ګل دوديزه مشاعره تر سره شوه چې په لسګونو شاعرانو په کې خپل شعرونه وويل.

د چارشنبې په ورځ په جلال اباد کې د نارنج ګل دوديزه مشاعره تر سره شوه چې په لسګونو شاعرانو په کې خپل شعرونه وويل.


د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست تر سيوري لاندې د نارنج ګل دوديزه مشاعره د جلال اباد ښار په شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه چې په یو شمير ننګرهار ميشتو شاعرانو سربيره ورته له کونړ او لغمان ولایتونو څخه شاعران هم راغلي وو چې د څو تنو شعرونو يې ستاسو په وړاندې ږدو.


« یو خوا ملنګي زموږ
بلخوا بې کسي زموږ
بلخوا بې کسي زموږ
پاتې دنياګۍ ده بشري ملنګ غزل ته ځو
ځه چې نارنج ګل ته ځو
ځه چې نارنج ګل ته ځو»


« ته مې زړه يې، ته مې ځان جلال اباده
خو ځانمرګو کړلې وران جلال اباده
د سندرو چم دې اوس په وينو لژند
شهيد شوی يې باغوان جلال اباده»


« پښتونه دنيا ګوره ورځ تر ورځې ترقي کړي
د بحر تل کې ګرځي تالاشونه د غمي کړي
خو تا خپل ټول کانونه په يو څو روپيو خرڅ کړل
لالونه او یقوت دې ټول بې ځايه او عبث کړل
په نن سبا کې ګوره کفار ژوند کړي په سيارو کې
ته خوب نه راويښ نه شوې لا ويده يې په خولو کې »


د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ريس اورنګ صميم مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې که شاعران هنري شعرونه ووايي، نو دوی به ورته کتابي بڼه ورکړي.

« نننۍ مشاعره چې موږ او تاسو ګورو، واقعاٌ زه خو ورته مشاعره نه وايم بلکې د ادب او هنر مظاهره وايم. دا فرهنګ له موږ سره دوستان پالي او هيله مې دا ده چې داسې فرهنګ نه يوازې په نارنج ګل مشاعره کې بلکې په نورو مشاعرو کې او په راتلونکي کلونو کې يې هم وپالي. له سږنۍ مشاعرې چې کومې موخې لرلې، هغه ترې په لاس راوړلی شوو. او سږکالې بیا هم وعده ورکوو چې که چيرې په همدې منول باندې دا مشاعره مخته لاړه شي، موږ به ترينه کتاب چاپوو.»


د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين له شاعرانو وغوښتل چې په خپلو شعرونو کې ولس د سولې او امن پیغام ورکړي.

« زه غواړم چې په دې مشاعره کې تاسو سره تر اخيره پورې اختلاط وکړم. ډير يې علاقه مند يم او هيله مې دا ده چې داسې شعرونه واورم چې هغې کې ولس ته د سولې او امن پيِغام وي. د ناحوالو لپاره په کې تدابير واوسي، پيشنهادونه په کې وي، که پّ موږ يې ملاحضات لرل، اهلاٌ او سهلاٌ ورته اجازه ده. خو هغه څوک چې زما کور هم ورانوي، زما جنازه هم الوزوي، زما شاعر او ليکوال هم وژني، پريږدئ تر يوه وخته دا خبرې پريږدئ، وخت به يې راشي، بيا به دا خبرې هم وکړو.»


يو شمير شاعرانو نيوکه لرله چې نارنج ګل پخوانۍ مشاعرې به د ولس په وړاندې جوړيدلې خو سږنۍ مشاعر سرکار په خپل انحصار کې راوستې ده. په همدې اړه يو تن شاعر عرفان الله بيدار مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« په سږنۍ مشاعره کې چې ما برخه واخيسته، د تيرو کلونو په نسبت ډيره بې خونده وه. د بې خوندې يوه وجه يې دا وه چې مخکې به دا مشاعرې د ولسونو په منځ کې کيدلې، ولسونو به په مشاعرو کې برخه اخيسته، شاعرانو ته به يې په کې داد ورکولو. شاعران به لا هڅيدل، لا به حوشحاليدل، او ډير په مينه او جذبه باندې به يې شعرونه ويل. بدبختانه سږنۍ مشاعره د عامو خلکو لپاره نه وه.»

خو شاعر او نقاد استاد نجیب منلی بیا وايي چې په کار ده چې نارنج ګل مشاعره په همداسې يو چوکاټ کې تر سره شي، چې د پوچو شعارونو مخه ونيول شي.

« دغه مشاعره له اول نه دولتي وه. خو په تيرو څو کلونو کې دغه مشاعره يو شمير غرض لرونکو افرادو او ډلو دغه مشاعره یرغمل کړله، او له منطق له چوکاټه، د ادب له چوکاټه او فرهنګ له چوکاټه يې وایستله، د ښکنځل نامو په بازار يې بدله کړله. نو هغه څوک چې دغه شکايت لري چې دغه مشاعره کمرنګه ده، هغه خلک دي چې د ښکنځل نامو د بازار تودول غواړي. زه د دې نظر سره موافق نه یم. که تاسو نننۍ شعرونو ته توجه کړي وي، ډيرې ستغې خبرې په کې وشولې، مګر د ادب په چوکاټ کې وشولې.»

د يادولو ده چې د شاو خوا پنځوسو کلونو راهيسې په ننګرهار کې د نارنج ګل دوديزه مشاعر او ميله جوړيږي چې په تيرو دولسو کلونو کې بيا به يو شمير نورو ولایتونو کې د سميې د ګلونو په نومونو سره تړلې د کلنيو مشاعرو بنيادونه کيښودل شوي چې په کندهار کې د انارګل، په ميدان وردګ کې د منې ګل، په لوګر کې د سنځل ګل، په خوست کې نښر، په کندوز کې د ريدي ګل او په مزارشريف کې د ګل سرخ په نومونو دوديزې مشاعرې تر سره کيږي.
XS
SM
MD
LG