د لاسرسي ځای

تازه خبر

جماعت اسلامي ولې بیا خپل امیر له پښتونخوا وټاکلو


سراج الحق د جماعت اسلامي نوی امیر
سراج الحق د جماعت اسلامي نوی امیر

په پاکستان کې څو ورځي وړاندي جماعت اسلامي د خيبر پښتونخوا سنيئر وزير سراج الحق خپل نوی امير وټاکلی. له قاضي حسين احمد وروسته دا دویم ځل دی چې دغه ګوند يو پښتون د خپل مشر په توګه ټاکي.

په پاکستان کې څو ورځي وړاندي جماعت اسلامي د خيبر پښتونخوا سنيئر وزير سراج الحق خپل نوی امير وټاکلی. له قاضي حسين احمد وروسته دا دویم ځل دی چې دغه ګوند يو پښتون د خپل مشر په توګه ټاکي.


قاضي حسين احمد په نوولس سوه اتيايم کې د ميا طفيل پر ځای د جماعت اسلامي مشر ټاکل شوی وو چې تر شاوخوا دوويشت کلونو پورې یې امير وو.

که څه هم د پاکستان زياتره سياسي ګوندونه د انتخاباتو له لاري خپل مشران ټاکي خو د جماعت اسلامي د مشرانو د ټاکلو عمل ځکه د پام وړ ګرځي چې ادعا کيږي دغه ګوند پاکستاني ایسټېبلیشمېنټ ته نسبتا نږدې دی.

دغه ګوند ادعا شوې نزديکت ته په پام سره کارپوهان غواړي، وګوري چې د پوځ د ترهګری په اړه او دا رنګه د پاکستان خارجه پاليسۍ د راتلونکې په اړه ترجيحات څه دي.؟

د خيبر پښتونخوا د کوز دير اوسيدونکی دوه پنڅوست کلن سراج الحق د جماعت اسلامي د مشر په توګه ټاکنې په سيمه کې د ترهګرۍ ضد جګړې، د افغانستان راتلونکې او د پوځ او جماعت اسلامي خپلمنځيو اړيکو په اړه ځينې پوښتنې راپورته کړې دي.

په پېښور کې مېشت خبريال شوکت خټک وايې، له شاوخوا تېرو دوولس کلونو راهيسې په سيمه کې د ترهګرۍ په اړه د جماعت اسلامي د خېبر پښتونخوا د مشر په توګه سراج الحق تل د اورپکو ملاتړ کړی دی.

( کله چې په دوه زره شپږم کال کې په باجوړ کې پر مدرسه حمله وشوه نو سراج الحق به خلکو ته ويل چې ده د دې پر ضد خپل وزارت ته استعفی ورکړه، کله چې جنازه کېدله نو دی د طالبانو له مشر مولانا فقير محمد سره په څنګ کې ولاړ وو. د طالبانو په اړه یې دريځ د هغوی د وياند په ډول وو. د ملاکنډ، مومندو او باجوړ او افغان طالبانو سره د سراج الحق نه يوازي ښه اړيکې دي بلکې هغوی ته دی د منلو وړ هم دی)

د سراج الحق په اړه په پيښور کې ميشت خبريال او څيړونکی شميم شاهد چې له تېرو دېرش کلونو راهيسې نوموړی له نږدې پېږني او ورسره ښه تعلق هم لري بيا يوه بله دعوی کوي.

دی وايي، د جنرال مشرف په واکمني کې چې کله سراج الحق د متحده مجلس عمل په حکومت کې د خېبر پښتونخوا سنير وزير وو نو ورباندې تور لګيدلی وو چې نوموړي په دير کې د القاعده نيول شوي غړي له پوليس څخه خلاص کړي ول.

په افغانستان او کشمير کې د اسلامي اورپکو جګړې، په نوولس اويايم کال کې د پاکستاني پوځ د کاروايي په دوران کې د بنګله دېش د ولسي وګړو په وژلو او ځپلو کې د جماعت اسلامي د وسله والو ډلو الشمس او البدر ادعا شوي کردار او دا شان د دې ګوند د هندوستان پر ضد جارحانه سياست هم هغه څه دي چې د کارپوهانو په وينا جماعت اسلامي او پاکستانی پوځ يې تل له يو بل سره پيوست ساتلي دي.

اوس په داسې حال کې چې د شاوخوا له څه د پاسه يوې لسيزې جګړې وروسته بهرني ځواکونه د روان کال په پای کې له افغانستان د وتلو پلان لري د خېبر پښتونخوا د يوه پښتون کس په حيث د سرا ج الحق د جماعت اسلامي مشر جوړېدو نور هم اهميت هم پيدا کړی دی.

شميم شاهد، دا نظر لري چې د نوموړي د ګوند مشر جوړيدو سره به ښايي د پښتنو په سيمه کې اسلامي انتهاپسندي نوره هم زياته شي.

( امريکا به په افغانستان کې پوځي عمليات ختموي او دلته به مستقله پوځي اډې جوړوي نو په دې حالاتو کې د پاکستان د ولسي او پوځي ادارو له جماعت اسلامي څخه ډير زيات اميدونه دي. دغسې عربي هيوادونو چې سعودي عرب يې مشري کوي د هغوی هم پر جماعت اسلامي ډېر زيات نظر دی نو زه وايم چې د سراج الحق د جماعت اسلامي امير جوړيدل یوه وړه نه بلکې ډيره غټه خبر ده. د ده له وجې به د امنيت د ساتلو لپاره روانو هلو ځلو ته تاوان ورسېږي او مذهبي انتهاپسندي به زياتېږي)

خو د جماعت اسلامي يو مشر پروفيسر ابراهيم بيا د کارپوهانو له دې خپري سره اختلاف لري. دی وايې، د سراج الحق له امير جوړيدو سره به بر عکس په افغانستان او پښتنو سيمه د سولي له عمل سره کومک وشي.

( په افغانستان کې هم او زموږ دپاکستان په پښتنو په خاوره چې کومي ويني توی شوي دي چې اوس پکې لږ څه کمی راغلی خو بيا هم حالات ډير ښه نه دي نو د سراج الحق له امير جوړېدو سره به دغه کړکيچن حالات په منظم حالت او امن باندې بدل شي)

خو په لاهور کې مېشت د سياسي چارو کارپوه ډاکټر حسن عسکري بيا مختلیف نظر لري. دی وايې، د سراج الحق د جماعت اسلامي د نوي مشر ټاکلو عمل ته د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په تناظر کې کتل تر وخت له مخه خبره ده.

(ګوره دا خبره اوس نشي کيدلی بلکې د دې فيصله به وخت کوي. جماعت اسلامي د کشمير جهاد ملاتړ کوي، له پاکستاني طالبانو سره ډېره خواخوږي لري او د افغان طالبانو هم ملاتړې ده. بلخوا د پاکستان پوځ له پاکستاني طالبانو خپه دی، که څه هم د افغان طالبانو خلاف نه دی خو ورسره به ډېره ښکېلتيا ونلري، اوس به دا ګورو چې د جماعت اسلامي مشر څومره پوځ ته رانږدې کيږي، خو زما په خيال په دې ټولو خبرو کې به له پوځ سره نزديکت و نلري خو البته کيدلی شي دوی به پر پوځ بغېر له څه وجې د تنقيد کولو رويه بدله کړي او له پوځ سره به يې تعلقات ښه شي.)

بلخوا پر ټولينزه ويبپاڼه ټویټر باندې هم په دې اړه بحث شوی دی. واشنګټن مېشت ليکوال ډاکټر تقي پر خپله پاڼه ليکلي چې د سراج الحق په امير جوړلو سره جماعت اسلامي له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته خپل سياسي کردار ته د دوام ورکولو هڅه کوي. خو سراج الحق بيا پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د ده په وهم و ګمان کې هم نه وه چې د جماعت اسلامي غړي به دا ذمه واري د ده ته سپاري.
XS
SM
MD
LG