د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د بريدونو په اړه د افغانستان تورونه رد کړي دي


پاکستان د افغان چارواکو هغه تورونه رد کړي چې ويلي يې وو په دې وروستيوو کې افغانستان کې شوې بريدونه له پاکستانه پلان شوي وو او د دوی جاسوسي اداره (آيي، ایس، آيي) پکې لاس لري.

پاکستان د افغان چارواکو هغه تورونه رد کړي چې ويلي يې وو په دې وروستيوو کې افغانستان کې شوې بريدونه له پاکستانه پلان شوي وو او د دوی جاسوسي اداره (آيي، ایس، آيي) پکې لاس لري.


د پاکستان د بهرنيوو چارو وزرات پرون د دوشنبې پر ورځ خپره کړې يوه خبرپاڼه کې دا تورونه بې بنياده وبلل.

تر دې مخکې د افغانستان د استخباراتو ادارې (NDS) ويلي وو چې دوی سره داسې ثبوتونه شته چې پاکستان کابل کې پر هغه سرينا هوټل بريد کې لاس لري چې د دوو ماشومانو او څلورو بهرنيانو پشمول يې نهه کسان ووژل.

بلخوا پرون د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت وياند شکيب مستغني کابل کې خبريالانو ته وويل

افغان حکومت په دې باور دې چې که وغواړي نو پاکستان د افغانستان په سوله او ثبات کې مهم کردار ترسره کولې شي.
XS
SM
MD
LG