د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځوانان د انتخاباتي بهير رضاکارانه څارنه کوي


ننګرهاریو ځوانانو ته د انتخاباتي بهير څارلو روزنه ورکول کېږي
ننګرهاریو ځوانانو ته د انتخاباتي بهير څارلو روزنه ورکول کېږي

د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت کې ګڼ شمير نارينه او ښځينه ځوانانو ته په يوه ورځني ښوونيز سيمينار کې د انتخابي بهير څارولو روزنه ورکړل شوه.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت کې ګڼ شمير نارينه او ښځينه ځوانانو ته په يوه ورځني ښوونيز سيمينار کې د انتخابي بهير څارولو روزنه ورکړل شوه.


سیمینار د پژواک خبرې اژانس په تخنيکي همکارۍ تر سره شو چې پینځوس تنو نارينه او ښځينه ځوانانو په کې په رضاکارانه توګه ګډون وکړ او ګړد یې دې خبرې ته ژمن وو چې په افغاني احساس به د انتخاباتو بهير څاري.

د دغه ښوونيز سيمينار روزونکي د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو استاد محبوب شاه محبوب و، نوموړي له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل.
« ځوانان او پيغلې مو ورزولې چې په ټاکنو کې درغليو مخه ونيسي. دوی به ولسي ژورنالستان وي او په سيمه کې به له هغو ژورنالستان سره په ګډه کار کوي چې اه ځينو رسنيو سره رسمي کارکوونکي دي، دوی به په شريکه يوه ډله جوړوي، چې د درغليو مخه به نيسي او ساحوي ناظرين به وي.»
يو زلمي صبغت الله حنيفي چې په سيمينار کې يې د څارونکي په روزنه اخیستې وله له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« په ورکشاپ کې مو هغه څه زده کړل چې څنګه کولای شوو، رڼو ټاکنو ته لاره هواره کړو، او د ممکنه درغلیو مخه ونیسو، او هغه بیا له چارواکو او يا نړيوالو مشاهدينو سره شريکې کړو. نو موږ ته دغه ټولې لارې چارې راوښودل شوې.»

یو نجلۍ نورزيې د هغه ممنکه درغليو او سرغړونو يادونه کوي چې دوی به يې د ټاکنو په ورځ څاري.

« هغه لوژيستيکي مواد چې د دوی دي لکه رنګ او نور شيان چې هغه بايد پوره وي، هغه چې سن يې اتلس کلن نه وي او رايه اچوي، يا په هم هاغه ځای کې د کانديدانو استازي دي چې خلک ګواښي، همدغه شان نور مسايل دي چې موږ بايد پرې نظارت وکړو تر څو درغلي رامنځ ته نشي.»

د يادولو ده چې په ټاکنو کې د درغليو او سرغړونو د مخنيوي په خاطر د انتخاباتو خپلواک کميسيون په سیمه ييزه کچه ناظمان هم ګمارلي دي، يو شمېر مدني ټولنو ته هم د نظارت جوازونه ورکړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG