د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر او د سعودي باچا په ریاض کې اوږدې خبرې وکړې

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ریاض کې د عربستان له پاچا سره خبرې وکړې. دا خبرې په داسې وخت شوې دي چې د ایران د اټومي پروګرام او په سوریې کې د کورنۍ جګړې پر سر د دواړو هیوادو تر منځ یو څه ترنګلی حالت رامنځته شوی دی.

وروسته تر دې چې د جمعې پرورځ د امریکا ولسمشر د عربستان له پاچا عبداله بن عبدالعزیز سره دوه ساعته غونډه وکړه، سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې د دواړو هیوادو اړیکي غښتلې وبللې.

یو شمیر امریکایي چارواکو چې نومونه یې نه دې اخیستل شوې، وویل چې اوباما پاچا عبداله ته څرګنده کړه چې د ایران په برخه کې ناسمه پریکړه ده ته د منلو نه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري او د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس هم په دې غونډه کې برخه لرله.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG