د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره خبرې او د هغوی بندیان خوشې کول د ایین ضد عمل


په اسلام اباد کې د پاکستان د سپريم کورټ بار پخوانې مشر قاضي انور وايي که په پاکستان کې روانې د سولې خبرې دي يا د دې په نتيجه کې د قيديانو خوشې کول وي، دواړه د ايين او قانون ضد عمل دی


له حکومت سره د سولې خبرو لپاره د طالبانو د نماينده کميټۍ مشر مولانا سمیع الحق ويلي دي چې طالبانو په لومړي سر کې د خپلو نژدې ۳۰۰ قيديانو د خوشې کولو غوښتنه کړيده.

د تېر زیارت پر ورځ د خيبر پښتونخوا په نوښار کې له خبريالانو سره په خپلو خبرو کې نوموړي وويل حکومت او طالبان دواړه پر دې سره سلا شوي چې مذاکراتي عمل به منطقي انجام ته رسوي.

خوپه اسلام اباد کې کارپو حسن عسکري وايي ښکاري نه چې حکومت به ټول طالب قيديان خوشي کړي، د ده په خبره ممکن ده چې حکومت د پخواني وزيرعظم يوسف رضا ګيلاني او د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثير د زامنو په بدل کې ځينې طالب قيديان خوشي کړي:

(ګوره، د قيديانو د خوشې کولو مسله ډېره پېچلې ده، دې کې ځينې ډير خطرناک مجرمان هم دي. چې په کې بعضې له پوځ سره دي او ځينې بيا له ولسي انتظاميې سره دي نو دومره په لوی شمېر کې قيديان خوشې کول ممکن نه دي، که ۴۰ يا ۵۰ کسان خوشې کول وي نو ممکن ده خو ټول قيديان نه شي خوشې کېدلای. البته د طالبانو په قيد کې چې کوم ولسي قيديان دي طالبان د هغوی د پريښودو په اړه څه نه وايي نو زما په فکر دا ډيره پېچلې مسله ده)

په اسلام اباد کې د پاکستان د سپريم کورټ بار پخوانې مشر قاضي انور وايي چې د قيديانو د تبادلې پروسه يواځې د رياستونو ترمنځ کيدای شي نه چې په هيواد دننه د یوې ناقانونه ګرځول شوې ډلې او حکومت ترمنځ، د ده په خبره که اوس په پاکستان کې روانې د سولې خبرې دي يا د دې په نتيجه کې د قيديانو خوشې کول وي، دواړه د ايين او قانون ضد عمل دی :

بلخوا په پيښور کې د بشري حقونو مبارز شيرمحمد ايډيوکېټ وايي چې د حکومت او طالبانو دواړو لخوا د شوو انساني حقوقو د سرغړونې پلټنې دې وشي او د ده په خبره څوک چې هم د بې ګنا خلکو په وژنه او پر هغوی په تشدد کې ککړ وي نو بايد چې پرضد يې مقدمه وچلول شي:

د قانوني چارو کارپو قاضي انور وايي که چېرې حکومت هغه کسان چې پرې د خلکو د وژنې يا ځانمرګيو بريدونو تورونه دي بغېر له کومې مقدمې چلولو يا قيد تېرولو خوشې کړي نو د ده په خبره له دې وروستو به بيا هغه خلک هم وسلوالې ډلې جوړې کړي چې د مرګ او نورو لويو وړو جرمونو په کولو سره قيد دي.
XS
SM
MD
LG