د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني د موټر چپه کېدو اووه تنه وژل شوي


نن جمعې پر سهار په غزني کې يو درې سوه درې موټر له سړکه اوښتی دی چې له امله يې تر اوسه پورې اووه تنه مړه شوي او شل نور زخمي شوي دي. په مړو او زخمي شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. زموږ همکار سيدشاه سقيم يې په اړه نور حال راکوي.

نن جمعې پر سهار په غزني کې يو درې سوه درې موټر له سړکه اوښتی دی چې له امله يې تر اوسه پورې اووه تنه مړه شوي او شل نور زخمي شوي دي. په مړو او زخمي شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.


له مسافرو ډک درې سوه درې موټر سهار وختي له کابله د هرات پر خوا روان وو چې د غزني ملانوح بابا سيمې ته له رسېدو سره له سړکه اوښتی او يوې کندې ته غورځېدلی دی.
د دې پېښې له امله تر اوسه پورې اووه تنه مړه شوي او شل نور زخمي شوي دي.

تر دې وړاندې به د کابل کندهار پر لويه لاره ټکرونه او له سړکه اوښتنې د احمدشاه بابا په نامه د مسافرو وړونکي شرکت موټرو کولې، خو دا ځل د سعادت په نامه د يوه مسافر وړونکي شرکت موټر د خلکو ژوند اخلي.

د غزني د ټرافيکو مدير محمد الله خان احمدي وايي، په مړو شويو او زخمي شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دی وايي، تر اوسه پورې د پېښې اصلي سبب نه دی مالوم، خو وايي، سيمې ته يې يوه ډله ټرافيک لېږلي دي چې هغوی يې لامل مالوم کړي.

"يو درې سوه درې موټر له کابله هرات ته روان وو چې ملا نوح بابا سيمې ته له رسېدو سره چپه شوی دی. په دغه پېښه کې اووه تنه مړه شوي او شل نور زخمي شوي دي."

د غزني د ملکي روغتون رئيس ډاکټر باز محمد همت وايي، تر اوسه پورې د دوی روغتون ته د پېښې له ځای څخه څلور جسدونه او ديارلس زخميان وروړل شوي دي.

دی وايي، د پېښې له ځای څخه ځينې مړي او زخميان سيده کورونو او نورو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

همت وايي، په زخمي شويو کسانو کې د يوه ماشوم، يوې مېرمنې او يوه سړي روغتيايي حالت نازک وو او د درملنې لپاره کابل ته لېږل شوي دي.

د کابل کندهار پر لويه لاره ټرافیکي پېښې د موټر چلوونکيو د بې‌غورۍ له امله کېږي، خو زيات وخت په مسافرو ډک موټرونه هغه کندو ته لوېږي چې د طالب وسله والو د ماينونو له امله د سړک په منخ کې جوړې شوې وي.
XS
SM
MD
LG