د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند کې د ازادۍ مارچ او د ملتپالو موخې


سیند کې د جسقم ازادي مارچ. ۲۳م مارچ ۲۰۱۴
سیند کې د جسقم ازادي مارچ. ۲۳م مارچ ۲۰۱۴

د سیند صوبې ملتپالي ګوند جی سیند قومي محاذ د تېر اتوار پر ورځ په کراچۍ کې د ازادۍ لپاره مارچ وکړ.

د سیند صوبې ملتپالي ګوند جی سیند قومي محاذ د تېر اتوار پر ورځ په کراچۍ کې د ازادۍ لپاره مارچ وکړ. خو پوښتنه دا ده چې د دغه مارچ هدف څه دی؟ او بل د جسقم په نامه ګوند څه موخې، مطالبې او څومره ولسي ملاتړ لري. په دې باب د مشال راډیو همکار منورشاه په سیند صوبه کې نه یوازې د جسقم بلکې نورو ملتپالو غورځنګونو په اړه له یوه ځايي کارپوهه امداد سومرو سره خبرې کړې او په سر کې یې د ترسره شوي ازادي مارچ په باب پوښتلي.


پوښتنه:- په کراچۍکې پر ۲۳م مارچ د سیندي ملتپالو د ازادي مارچ په اړه مو خبرکړه او دا چې هغوی څه مطالبې لري؟

امداد سومرو:- په پاکستان کې د مارچ په ۲۳مه نېټه هرکال د پاکستان ورځ لمانځل کیږي او په دې لړ کې بېلا بېلې دستورې کیږي خو د سیند صوبې یو قوم پرست ګوند /جی سیند قومي محاذ/ د مارچ په دریشتمه نیټه کراچۍ کې د ازادۍ لپاره مارچ وکړو. یاد ګوند له پاکستانه بېلېدل او سیندهو دیش جوړول غواړي. جی سیند قومي محاذ وايي، دوی ټولې دنیا ته ښودل غواړي چې د خپلې ازادۍ لپاره کوششونه کوي. دغه مارچ چې پکې په لکونو خلکو ګډون کړی وو زیاتره پکې ځوانان شامل ول. پر دغه موقع د جی سیند قومي محاذ دوه مشران چې څو ورځې وړاندې وژل شوي وو دهغوي جنازه هم وکړې شوه.


پوښتنه:- جی سیند قومي محاذ د هیواد په انتخاباتي عمل کې ګډون کوي او که نه، او دا چې وییل کیږي یاد ګوند په دې ورسیتو کې د بلوچستان د بیلتون پالو هلو ځلو ته په کتو سره خپلې هڅې تندې کړي دي دا څومره ریښتیا دي؟


امداد سومرو:- جی سیند د پاکستان ایین نه مني، او نه یې په انتخاباتي او پارلیماني نظام کې برخه اخلي، دویمه دا چې څومره د بلوچانو تحریکونه زوړ تاریخ لري هم دومره د سیند د قام پرستو تحریکونه هم زاړه دي. په سر کې د سیند قام پرستو د پاکستان حمایت کړې خو بیا چې دوي سره کومې وعدې شوې وې هغه پوره نه کړې شوې او دا راز دوي ددې ریاست نه مایوسه شو. بله خبره دا ده چې په بلوچستان کې بیلتون پاله ډلې وسله وال جدوجهد کوي او سیندي قام پرست ګوندونه په پرامن سیاسي هلو ځلو یقین ساتي.


پوښتنه:- پاکستان پیپلز پارټي وايي سیند صوبه کې اکثریتي خلک ددوي ملګري دي او په کراچۍ او حیدراباد کې متحده قومي مومنټ د ډیر ولسي حمایت دعوا کوي جی سیند قومي محاذ سره څومره عوام ملګرتیا کوي؟


امداد سومرو:- ګورۍ جی سیند قومي محاذ د پاکستان په انتخاباتي او پارلیماني سیاست کې برخه نه اخلي نو پیپلز پارټۍ ته خو میدان خالي دې بلخوا د ایم کیو ایم په اړه هم وییل کیږي چې په انتخاباتو کې درغلي کوي نو دغه یو حقیقي نمایندګي نه ده خو چې د کالا باغ ډیم په څیر قامي مسلې رامنځ ته شي نو مالومات کیږي چې د پیپلز پارټۍ سره څومره خلک ولاړ دي او جی سیند قومي محاذ څومره ولسي زور لري. باقي دوي خپلې سیاسي هلې ځلې جاري ساتي او نه غواړي چې د خپلو مطالبو لپاره داسې حالات جوړ کړي چې له وجې یې نور هیواد او یا قامونه په تکلیف کې شي.

پوښتنه:- ویل کیږي چې د جی سیند په دغه ازادي مارچ کې په لکهونو خلکو ګډون کړې وو خو پاکستاني رسنیۍ ددې تایید نه کوي او نه یې په دې اړه ډیر تفصیل ورکړې دا ولې؟


امداد سومرو:- د پاکستان قومي میډیا هغه که د اردو ژبې ده او که د انګریزۍ، دوي تل د وړو قومونو لکه، سیندیانو، بلوچانو، سرایکیانو او پښتنو ته ډیره کمه توجو ورکوي. دا تش په نوم قومي میډیا ده نور د بنجاب صوبې او متحده قومي محاذ په کنټرول کې ده او یوازې د هغوي په اړه خبرونو ته اهمیت ورکوي. نو ځکه دجی سیند قومي محاذ دې مارچ دومره اهمیت ترلاسه نه کړې شو.
  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG