د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: موټر بم برید اوه تنه ټپیان کړل


نن چهارشنبه د ماځیګر څلورنیمې بجې د خوست ښار د منګلو اډې په سیمه کې د کوټکي شهید په نوم د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې موټر بم برید وشو، چې په کې څلور پولیس او درې ولسي افغانان وګړي ټپیان شول.

نن چهارشنبه د ماځیګر څلورنیمې بجې د خوست ښار د منګلو اډې په سیمه کې د کوټکي شهید په نوم د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې موټر بم برید وشو، چې په کې څلور پولیس او درې ولسي افغانان وګړي ټپیان شول.


د کوټکي شهید په نوم امنیتي پوسته د خوست ښار په شمالي دروازه کې موقعیت لري، چې له یادې لارې خوست ښار ته داخلیدونکي موټر او نقلیه وسایط د پولیسو له خوا تلاشي کیږي.

د خوست امنیه قوماندان سمونوال فیض الله غیرت د پېښې په ځای کې مشال راډیو ته وویل، چې پېښه د ماځیګر په څلورنیمو بجو د سپرلو موټر په واسطه ترسره شوی دی.

د ده په خبره په ټپیانو کې د دوو تنو پولیسو او یو تن ملکي وګړي روغتیايي حالت نازک دی او پاتې ټپیان د ښه روغتیايي حالت څخه برخمن دي.

د پېښې په ځای کې د بریدکوونکي د وجود ځني غړي پاتې شوي او نور د بریدګر مړی او موټر په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

په دې برید کې د پولیسو امنیتي پوسته هم زیانمنه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه هم د خوست د تریزیو په سیمه کې د وسلوالو طالبانو له خوا د سرحدي پولیسو په یو شمېر امنیتي پوستو برید شوی وو او دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

وسله والو طالبانو د برید پړه منلې.
XS
SM
MD
LG