د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو په کابل کې وسله وال برید وغندلی


ملګرو ملتونو په کابل کې د افغانستان انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر یوه دفتر پرونی (سېشنبه) وسله وال برید غندلی دی.

ملګرو ملتونو په کابل کې د افغانستان انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر یوه دفتر پرونی (سېشنبه) وسله وال برید غندلی دی.


دا حمله چې دارالامان ته نېږدې وشوه پکې د ټاکنو کمېسیون دوو کارکوونکو په ګډون څلور تنه وژل شوي او شپږ ژوبل شول.

په ټپیانو کې پینځه د کمېسیون کارکوونکي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مشر د ځانګړي استازي مرستیال نېکولاس هیسم په یوه بیان کې ویلي، د انتخاباتو کمېسیون کارکوونکي افغانان دي چې د هیواد ټاکنیزې چارې پر مخ وړي.

ده زیاته کړه چې پر ولسي وګړو حمله جنګي جنایت یا جرم دی. وسله والو طالبانو د دې برید پړه منلې ده.


له دغو بریدونو سره سره بلخوا د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له حکومته غوښتي چې ژر تر ژره هغه ولایتي چارواکي له دندو ګوښه کړي چې په ټاکنیزو فعالیتونو کې یې د کوم ځانګړي کاندید ملاتړ کړی دی. د انتخاباتو کمېسیون ویاند نور محمد نور بېګا مشال راډیو ته وویل، په دې برخه کې باید نور ځنډ ونشي.

د انتخاباتو کمېسیون وايي، ولسمشر حامد کرزي ورسره د اقدام ژمنه کړې ده. خو د کمېسیون ویاند نور محمد نور زیاتوي، که د ولسمشر په پرېکړه کې ځنډ وشي نو د دوی ذمه واري ده چې د چارواکو په اړه ټول ثبوتونه رسنیو ته وسپاري.
XS
SM
MD
LG