د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرمې علي شیرزو ته کډوال بیرته ستنیږي


قبایلي سیمو ته روان کډوال
قبایلي سیمو ته روان کډوال

په دراني کیمپ کې میشت د کرمې ایجنسۍ د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو خپلو سیمو ته د بیرته ستنیدو لړۍ د مارچ له ۲۵ مې نیټې راهیسې پیلیږي. د قدرتي افتونو سره د مبارزې د ادارې چارواکي وايي ددغو کډوالو بیرته ستنیدنه به د راجسټریشن کارتونو پر بنسټ کیږي. خو کډوال وايي په بیرته ستنیدو کې یو لړ خنډونه پراته دي.

دشمس الرحمان په نوم یو قبایل وايي : ددوی کارټونه بلاک شوي دي او د ژمنې باوجود هم بیرته ورته نه دي فعاله شوي، نو دوی په بیرته ستنیدو کې د ستونزو سره لاس او ګریوان دي. نوموړی وايي بلا کلونه یې په کیمپونو کې تیر کړل او اوس غواړي چې خپلې سیمې ته ستانه شي.

د دراني کیمپ یو بل کډوال جمال چې له کله نه اوریدلي چې دوی له کیمپ نه خپلې سیمې ته ستنیدای شي، نو له خوشالۍ نه په جامو کې نه ځاییږي، خو بیا اندیښمن دی چې کارت یې بلاک دی ، نو کیدای شي د بیرته ستنیدو اجازه به ورنکړل شي.

دغه کډوال وايي د خپلو بلاک شویو کارتونو د بیا فعالولو لپاره یې ډیرې هلې ځلې کړي خو چا ورته دغه کارتونه فعاله کړي نه دي او له کارتونو پرته دوی سره نه مرستې کیږي او نه هم ورته د بیرته ستنیدو اجازه ورکول کیږي.

د قدرتي افتونو سره د مبارزې دادارې یو مشر عمران وزیر مشال راډیو ته وویل : ددوی کارتونه د پاکستان د هویت ثبتونې د ادارې ( نادرا ) لخوا بلاک شوي دي. نوموړي زیاته کړه کوم کډوال چې بیرته ستنیدل غواړي دوی به ورسره لازمې مرستې کوي. نوموړی وايي که د یوې کورنۍ نه دیوه کس نوم هم راجستر شوی وي وي نو بیا هم د ټولې کورنۍ سره مرسته کیدای شي.

دیادولو ده چې په ۲۰۰۹ م کال کې په علي شیرزو سیمه کې دپاکستاني پوځ د عملیاتو له پیلولو پرمهال ګڼ شمیر کډوالو دغه سیمه پریښې وه، ددغو کډوالو کورنیو سرکاري شمیره څه دپاسه څلور زره ښودل کیږي، چې ۱۵۰۰ کورنۍ په کیمپونو او پاتې نور یې په کرايي کورونو کې استوګنه لري.
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG