د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پوځي ادارې لوبې د خپلو ګټو لپاره کاروي'


خادم حیسن وايي، چې د پاکستان پوځ مشر راحیل شریف له پښتون کریکټر شاهید اپرېدي سره ملاقات کوي، خو که یو پښتون د خپل حق لپاره غږ اوچتوي د هغه لپاره بیا راحیل شریف وخت نه لري.

کارپوهان په دې عقيده دي چې په پاکستان او هندوستان کې حکومتونو، تعليمي نصابونو او رسنيو د دواړو هيوادونو ولسونه د يو بل دښمنان کړی دی. د دوی په خبره د دواړو هيوادونو په ټولنو کې دغه دښمني دومره ژوره ننوتې چې د کریکټ ډګر هم ورته د جګړې میدان ښکاري.



کارپوهان زياتوي چې د ولسونو ترمنځ د دغه دښمنۍ ګټه د دواړو هيوادونو د دفاع څانګو ته رسيږي او دارنګ د هيواد زياتره بجټ د ولس د بنيادي ضرورتونو پوره کولو پرځاي د وسلو په جوړولو لګېږي.

په بنګله دېش کې د شل اوريزه نړيوال کریکټ جام لوبې روانې دي او نن (جمعې ورځ) به دپاکستان او هندوستان ترمنځ د کریکټ مقابله وي.

د پاکستان پوځ مشر راحیل شریف له پښتون کریکټر شاهید اپرېدي سره ملاقات کوي، خو که یو پښتون د خپل حق لپاره غږ اوچتوي د هغه لپاره بیا راحیل شریف وخت نه لري.
خادم حیسن
د خيبر پښتونخوا په مردان تخت بۍ کې منير خان وايي، که پاکستان شل لوبې وګټي خو که یې له هندوستانه و بايلي نو د زغم وړ نه وي.

په بحرين کې بیا یو پښتون ځوان عطالحق وايي چې د ده يوشمېر خواږه هندوستاني ملګري دي خو د ده په خبره کله چې د پاکستان او هندوستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ مېچ وي نو بيا له ده څخه ملګرتيا هېره وي. د ده په خبره چې مطالعه پاکستان کې تل دوی ته ښودل شوي چې هند د پاکستان دښمن دی نو د هغه خو به هرومرو پر ځوانانو اثرات پرېوځي.

د ټولنيزو چاو کارپو خادم حسين وايې له ۱۹۴۷ م راهيسې د پاکستان او هندوستان حکومتونو، رسنېو او تعليمي نصابونو د دواړو هېوادونو ولسونه د يو بل دښمنان کړيدي، د ده په خبره د دواړو هېوادونو په ټولنو کې دغه دښمني دومره ژوره ننوتې چې د کرکټ ميدان ورته هم د جګړې میدان ښکاري.

خادم حسين زیاتوي، د پاکستان او هندوستان د ولسونو ترمنځ د نفرتونو او دښمنۍ ګټې د دواړو هيوادونو استخباراتي ادارو ته رسي او دا رنګ د ولسونو د تعليم، صحت، روزګار او نورو بنيادي سهولتونو پیسې د وسلو په جوړولو لګول شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې د پاکستان پوځ مشر راحیل شریف له پښتون کریکټر شاهید اپرېدي سره ملاقات کوي، خو که یو پښتون د خپل حق لپاره غږ اوچتوي د هغه لپاره بیا راحیل شریف وخت نه لري.

خو په پيښور يونيورسټۍ کې د نړيوالو اړيکو پروفېسر اعجاز خټک بيا وايي چې په پاکستان او هندوستان کې سپورټس ته هم مذهبي رنګ ورکول کېږي.

د ده په خبره که يو خوا په غرب کې سپورټس د قامونو ترمنځ فاصلې لنډوي نو بلخوا يې په اشيايي هيوادونو کې نورې اوږدوي.

خادم حسين وايي په پاکستان او هندوستان کې اوس ځوانان پر دی ورو ورو پوهيږي چې کرکټ يا نوروې لوبې يو ډول ساتېری دی او باید د ساتېري په سترګه ورته وکتل شي.

د ده په خبره بايد چې ځوانان خپله توانايي او سوچ د کرکې او تعصب پر ځای د انسانيت د ښيګړې او فلاح لپاره وکاروي.
XS
SM
MD
LG