د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل پر سرینا هوټل برید نهه تنه ووژل


د افغانستان پلازمېنې کابل کې د پنجشنبې ماسخوتن پر یوه پنځه ستوریز هوټل په یوه وسله وال برید کې نهه تنه وژلي چې دوه پکې ماشومان، څلور مېرمنې شاملې دي، په برید کې څلور واړه برید ګر هم وژل شوي دي.

د افغانستان پلازمېنې کابل کې د پنجشنبې ماسخوتن پر یوه پنځه ستوریز هوټل په یوه وسله وال برید کې نهه تنه وژلي چې دوه پکې ماشومان، څلور مېرمنې شاملې دي، په برید کې څلور واړه برید ګر هم وژل شوي دي.


د کورنیو چارو وزارت ویاند د جمعې پر ورځ خبریالانو ته وویل چې پر سېرینا هوټل په برید کې وژل شوي څلور یې بهرنیان دي. نوموړي وویل د دغه برید پلان له افغانستان بهر جوړ شوی وو.

په دغه هوټل کې تر ډېره بهرني ډیپلوماټان دېره وي.

نن د جمعې پر ورځ د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې هم یوې چاودنې د کندهار والي د دفتر رییس او د خاکریزامنیه قوماندان ژوبل کړل. دغه چاودنه ګهیځ مهال د نوې کال په مناسبت د جوړ شویو مراسمو ته جوخت په وروستیو شیبو کې وشوه .

تر دې وړاندې د پنجشنبې پر ورځ سهار هم په جلال اباد کې یوه ډله ییز وسله وال برید د افغان ولسي وګړو او وسله والو بریدګرو په ګډون اتلس تنه ووژل او څوارلس نور يې ژوبل کړل. په افغانستان کې د اکثرو بریدونو پړوه د دولت مخالیفین پر غاړه اخلي.

دا بریدونه پر داسې مهال ترسره کېږي چې راتلونکې میاشت په افغانستان کې د ولسمشرۍ لپاره ټولټاکنې کېدونکې دي.
XS
SM
MD
LG