د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډرون بريدونو نه کېدو له طالبانو سره د خبرو ناکامېدو پلمې ختمې کړې


د پاکستاني حکومت او تحريک طالبان پاکستان د مذاکراتي کميټيانو ترمينځ د خبرو اترو رسمي لړی شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې پیله شوې خو په عين حال کې په قبائلي سيمو کې د ډرون بريدونه د دريدو هم څه دپاسه دوې مياشتې کيږي.

د پاکستاني حکومت او تحريک طالبان پاکستان د مذاکراتي کميټيانو ترمينځ د خبرو اترو رسمي لړی شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې پیله شوې خو په عين حال کې په قبائلي سيمو کې د ډرون بريدونه د دريدو هم څه دپاسه دوې مياشتې کيږي.


که څه هم پاکستان او امريکا د ډرون بريدونو ځنډ له مذاکراتو سره نه تړي خو ځيني مطبوعات وايي چې ښايي د دواړو ملکونو ترمينځ په دې اړه د پړدې شاته يو تفاهم شوی وي.

هم دې ته پام سره د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه بريګيډير محمود شاه وايي، د ډرون بريدونو ځنډولو د خبرو اترو عمل ته ګټه رسولې ده.

( د ډرون بريدونه درېدل د خبرو اترو لپاره ګټور ثابت شوي دي ځکه چې له دې وجي د مذاکراتو سلسله روانه ده ګنې که چرته په مينځ کې بريد شوی وايه نو بيا په دې لړی کې ځنډ راتلای شو)

بلخوا د طالبانو د مذاکراتي کميټۍ غړی مولانا يوسف شاه که څه هم دا ادعاکوي چې اوس هم ډرون الوتکې په قبايلي سيمو کې پروازونه کوي خو البته دی يې د ځنډ له ګټو انکار نه کوي.

( ډرون الوتکې اوس هم ګرځي او خطر يې موجود دی خو بيا هم د ځنډ له وجې يې طالبانو او د وزيرستان خلکو ته حوصله ترلاسه شوې. که د خبرو اترو په دوران کې بريدونه و نشي د دې به ګټه وي)

تر اوسنيو خبرو اترو وړاندې يو ځل مخکې هم پاکستاني حکومت او طالبان په خبرو اترو سلا شوي ول خو تر خبرو اترو پېلېدو له مخه د تحريک طالبان پاکستان مشر حکيم الله مسود په ډرون بريد کې ووژل شو.

تر دې وروسته طالبانو له خبرو اترو انکار وکړی چې ور سره سم پاکستان تحريک انصاف او مذهبي ګوندونو پر امريکا د تورونو لړی پيل کړه چې ګواکې دغه هيواد په پاکستان کې امن نه غواړي .

خو د سياسي چارو کارپوه خادم حسين وايې، دا ځل د مذاکراتو په دوران کې د ډرون بريدونو درېدل له دغو ګوندونو پر امریکا د تور لګولو پلمه واخستله.

( هغه قوتونه چې ويل يې امريکا او نور بهرني قوتونه په پاکستان کې روغه جوړه نه غواړي خو اوس چې د ډرون بريدونه درېدلي دي دغه پلمه هم ختمه شوې ده.دا وخت چې څومره خنډونه دي هغه ټول داخلي دي. اوس که خبرې اترې ناکامه کېږي او خنډ پکې رامينځ ته کېږي نو ذمه واري به يې پر پاکستاني حکومت، رياستي ادارو او طالبانو راځي)

ځينې نور کارپوهان هم دا خبره کوي چې په پاکستان کې له طالبانو سره په خبرو اترو کې لوی خنډ بهرني هيوادونه نه بلکې خپله د پاکستان داخلي او خارجي سياست دی.
XS
SM
MD
LG