د لاسرسي ځای

تازه خبر

کلتوري ترهګرۍ د ژوند ګڼې څانګې اغېزمنې کړي دي


د پاکستان د انګريزې ژبې ورځپاڼې ((ډان)) په دغه هيواد کې د کلتوري ترهګرۍ په نامه مقاله خپره کړې چې ليکي، د تاريخ، کلتور او رواياتو له مېنځه وړل کلتوري ترهګري ده.

د پاکستان د انګريزې ژبې ورځپاڼې ((ډان)) په دغه هيواد کې د کلتوري ترهګرۍ په نامه مقاله خپره کړې چې ليکي، د تاريخ، کلتور او رواياتو له مېنځه وړل کلتوري ترهګري ده. په مقاله کې ليکوال د پاکستان په بېلا بيلو صوبو کې پر تاريخي مقاماتو، د صوفيانو پر مزارونو، جرګو، جنازو او او د سي ډي پر دکانونو او سینیماګانو د بريدونو ذکر کړی دی.



ليکوال محمد علي باباخېل ليکي، په پاکستان کې ترهګر نه يوازې له خلکو د ژوند کولو حق اخلي بلکې د دوی کلتور هم تباه کوي. نوموړی په پېښور کې د سینیما حواله ورکوي او ليکي چې سینیماګانې تر اوسه د غريبو خلکو د دلچسپۍ وړ د یوه ارزانه ساتېري يوه موثره وسيله ده. نوموړی ليکي، په پاکستان کې د سري لنکا پر کرکټ لوبډلې، جرګو، جنازو، مظاهرو، مزارونو، کلتوري مرکزونو د سي ډي پر دکانونو او سندرغاړو بريدونه د کلتوري ترهګرۍ برخه دي.

ليکوال ليکي، يو وخت به د خېبر پښتونخوا په بونېر او د پېښور د ډبګرۍ په کوڅو کې د موسيقي غږونه تر غوږو کېدل خو د ۲۰۰۶م کال راهيسې په دغه صوبه کې د سي ډي پر دکانو ۱۷۵ بريدونه شوي دي. د پښتو سندرغاړی وزير خان اپريدی چې تر ۴۰ زيات کېسټونه يې ډک کړي وو، په دا وروستيو کې ووژل شو. تر دې وړاندې نامتو سندرغاړې غزاله جاويد او اېمن اُداس د خپلوانو لخوا ووژل شوې. په ۲۰۰۸م کال کې پر سندرغاړي ګلزار عالم وسله وال بريد شوی وو خو هغه روغ پاته شو.

ليکوال پر مخ کاږي، د کلتوري ترهګرۍ دايره پراخه شوې او تعليمي څانګو ته يې غځونې کړي دي. درې کاله وړاندې د اسلاميه کالج يونيورسټۍ وايس چانسلر پروفېسر محمد اجمل خان وتښتول شو. په ۲۰۰۹م کال کې وسله والو پر مالاکنډ پوهنتون بريد وکړی او په ۲۰۱۰م کال کې بيا د سوات پوهنتون وايس چانسلر ډاکټر فاروق خان ووژل شو. بلخوا د کراچۍ پوهنتون او ګجرات پوهنتون مشر پروفېسران هم په دا وروستيو کې ووژل شول.

ليکوال زياتوي، د خېبر پښتونخوا سوات ته تر ۲۰۰۸م کال پورې هر کال د بهرنيانو په ګډون په زرګونو سېلانيان ورتلل او په دغه سيمه کې ۸۵۵ هوټلونه دي چې د ۴۰ زره کسانو روزګار ورسره تړلی و خو د وسله والو طالبانو تر راتګ وروسته ټول هوټلونه بند شول. د يوې اندازې له مخې له ۲۰۰۷م کال څخه تر ۲۰۰۹م کال پورې په سوات کې د هوټل کاروبار د څه باندې ۶۰ اربه روپو تاوان سره مخامخ شوی دی. د دې سربېره د پاکستان په بېلا بيلو برخو کې د نامتو صوفي بزرګانو پر مزارونو بريدونه شوي دي چې ګڼ شمېر کسان پکې وژل شوي دي. بلخوا پاکستان ته د خپلو مذهبي مقاماتو د زيارت لپاره د راتلونکو سيکانو، هندوانو او بودايانو په شمېر کې هم څرګنده کموالی راغلی دی.

ليکوال په ډان ورځپاڼه کې پر مخ ليکي، په پاکستان کې د سري لنکا پر لوبډلې بريد دغه هيواد ته ډېر زيات زيان ورسوی. پاکستان ته د بهرنيو لوبډلو د نه راتګ له کبله د دغه هيواد کریکټ بورډ څه باندې ۵۱ کرورړه ډالر له لاسه ورکړي دي.

بلخوا د ۲۰۱۰م کال په پېل کې په لکي مروت کې د ځوانانو پر والي بال لوبډلې په ځانمرګي بريد کې ۱۰۵ کسان ووژل شول. دې بريد ځوانانو ته دا پېغام ورکړی چې په مثبتو لوبو کې د ګډون پر ځای دې ځان په سختدريځي کې داخل کړي. ليکوال ليکي، تعليم امن راولي خو تر ۲۰۱۲م کال پورې د وسله والو لخوا ۷۵۸ سکولونه وران شوي دي چې ۶۴۰ يې يوازې په مالاکنډ ډويژن کې دي.

ليکوال د مقالې په پای کې ليکي، مدني ټولنه، رسنۍ او حکومت ته پکار دي چې د هيواد کلتوري ځانګړنې وژغوري. مېلې، موسيقي، فن او ادبي هلې ځلې د ژوند او امن ضمانت ورکوي. موږ ته پکار ده چې په سمدستې توګه د دې ساتنه وکړو.
XS
SM
MD
LG