د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې ځانمرګو بريدونو درنه مرګ ژوبله اوړولې ده


نن سهار چې د جلال اباد ښار د پوليسو په اولې امنيتي حوزې وسله والو طالبان ډله ييز بريد کړی و، په نتيجه کې يې اوه تنه بريدګر، لس تنه پوليس او يو تن ملګي وګړي وژل شوي او څوارلس پوليس په کې ټپيان شوي دي.


دغه بريد نن (پنجشنبه) سهار پينځه بجې د جلال اباد ښار په اولې امينتي حوزې د يوه موټر بم په واسطه تر سره شوه، وسله وال طالبان چې په ځانمرګو واسکټونو سمبال و، د پوليسو حوزې ته ننوتل او تر درې ساعتونو پورې يې جګړه وکړه.


په همدې اړه د ننګرهار والي، د کورنيو چارو وزرات امنيتي معين او د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد يو ګډ مطبوعاتي کنفرانس ورکړ.

د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد خبريالانو ته وويل:

« نن سهار پينځه بحې، زموږ د اولې حوزې په ساحه کې چې اوه نفره ځانمرګي وو، ټولو انتحاري واسکټونه درلوده، يو موټر بم و، د حوزې په لومړۍ دروازه کې يې انفجار ورکړی، دروازه چپه شوې، د پوليسو له مقاومت سره شديداٌ مواجې شوي وو. په نتيجه کې يې اوه نفره طالبان ځانمرګي په جګړه کې له منځه يوړل. متاسفانه زموږ لس نفره پوليس په شهادت ورسيدل، جګړې له پينځو بجو څخه تر څه کم نهه بجو پورې دوام وکړو. يو نفر ملګي هم شهيد شوی او زموږ څوارلس نفره ډير سطحي زخميان و چې دوه نفره يې قابل د دې و چې هغه شفاخانه کې پاتې شي.»

د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين په خپلو خبرو کې ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د دښمن په وړاندې يې مورال قوي دی.

« د ننګرهار د ولايت مقام خپلو ولسونو ته ډاډ ورکوي چې انشاالله زموږ مورال قوي، اوچت او جګ دی. د دغسې غلچګيو بريډونو عملياتو په وړاندې تياري لرو.دا به مهار کوو، نه به يې پريږدو چې زموږ مومنو هيوادوالو ته ضرر ورسوي. نن که په دغه حادثه کې که څوک پّ شهادت رسيدلي دي، يا زخميان شوي دي، دا د دې مومن ولسونو اولادونه دي، د افغانستان قانون اسلامي دی، د افغانستان قضا شرعي ده. د افغانستان ملي حاکميت ارضي تماميت او استقلال د افغانستان د خلکو پورې تعلق لري.»

د افغانستان د کورنيو چارو امنيتي معین ايوب سالنګي په خپلو خبرو کې وويل چې ځانمرګي بريدونه داسې يو عمل دي چې مخنيوي يې تر ډيره حده ناممکن وي.
دی وايي:

«دښمن چې له کومې طريقې نه ګټه اخيستې، موټر يې له بمونو ډک کړی و. اول يې د حوزې دروازې مخې ته سهار پينځه بجې موټر ته چاودنه ورکړې، کله چې دروازه خلاصيږي، وسله وال حوزې ته ننوزي، لاس په لاس جنګ پيليږي او هلته چې پوليس شهيدان او ټپيان کيږي، وسله وال په ځانوژونکو واسکټونو سمبال وو ځانونو ته يې چاودنې ورکړي. تاسو پوهيږئ هغوی چې ځانوژونکي بريدونه کوي، موږ او تاسو ټول يې فکرمند کړي يو.»


د يادولو ده چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې رانيږدې شوي او خلک يې انديښمن کړي چې د ټاکنو په ورځ به له امنيتي ستونزو سره مخ شي، خو د ننګرهار امنيتي چارواکي ډاډ ورکوي چې په دغه ولايټ کې يې ډيرې ولسوالۍ له وسله والو طالبانو پاکې کړي دي.
XS
SM
MD
LG