د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: موتړ بم چاودنې او وسله والې نښتې ۱۸ تنه ووژل


د افغانستان په جلال اباد کې نن سهار وختي د موټر بم چاودنې او وسله والې نښتې له کبله اتلس تنه وژل شوي دي.

د افغانستان په جلال اباد کې نن سهار وختي د موټر بم چاودنې او وسله والې نښتې له کبله اتلس تنه وژل شوي دي.


دا پېښه نن (پنجشنبه) سهار شاوخوا پينځه بجې د جلال اباد ښار ولايت ته څيرمه د اولې امنيتي حوزې مخې ته وشوه.

له چاودنې وروسته وسله وال امنيتي حوزې ته ور ننوتي او هلته وسله واله نښته وشوه چې تر درې ساعتونو یې دوام درلود.

امنیتي چارواکو خبري غونډې ته وویل چې په ياده نښته کې اووه بريد کوونکي ، لس پوليس او یو عام کس وژل شوی دی. چارواکي وايي، په دې پېښه کې څوارلس پوليس په کې ټپيان شوي هم دي.

پريس کنفرانس ته د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين، د کورنيو چارو امنيتي معين ايوب سالنګي او د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد ويناوې وکړې.

وسله والو طالبانو د دې پېښې پړه منلې ده.
XS
SM
MD
LG