د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې باید د مذهبي تاوتریخوالي رڼې پلټنې وشي


ایکسپریس ټریبیون لیکي چې د روانې میاشتې په پینځمه نیټه د سنده صوبې په لاړکانه په یو هندو دا تور اولګید چې د قرآن پاک سپکاوې یې کړې دی.

ایکسپریس ټریبیون لیکي چې د روانې میاشتې په پینځمه نیټه د سنده صوبې په لاړکانه په یو هندو دا تور اولګید چې د قرآن پاک سپکاوې یې کړې دی.


په لږ وخت کې حالاتو ډیر بد رنګ واخستو او ددغه ځاي خلک غصې د ځان سره یوړه. مذهبي جذبات دومره راوپاریده چې د پېښې پر ضد احتجاج کوونکو د هندوانو په یوه عبادت خانه برید وکړ.

د عبادت خانې څیزونو ته اور پورته کړې شو. او چې د مظاهره چیانو په دې هم اطمینان او نه شو نو خواته په یو بل مندر کې موجود د هندوانو بتان يې هم مات کړل. مظاهره چیانو غوښتل چې په کوم هندو د قران پاک د پاڼو د سپکاوي تور دی ، راونیسي او مړ يې کړي. خو هغه سړې په وخت پولیسو او رینجرو په خپله ولقه کې اخستې وو او دغه شان د مظاهره چیانو د قهر نه خوندي پاتې شو.

ورځپاڼه لیکي ـــ خپلواکه سرچینو په دغه سړي د لږیدلي تور سپیناوې نه دې کړی. خو لکه څنګه چې په دغه شان جذباتي حالاتو کې کیږي ، د خلکو ټولګي بهر راووځي او معاملې په خپل لاس کې واخلي.

هم دغه شان د مارچ په ۱۵ مه نیټه اوشو کله چې مظاهره چیانو په ښار کې د هندوانو ودانیو ته زیان اورسولو او په سنده او بلوچستان کې مظاهرې اوشوی. په استاه محمد سیمه کې مظاهره چیانو د هندوانو ۱۰ دکانونه اوسیزل. د نفرت په بنیاد دا تشدد په داسې حال کې مخې ته راغې کله چې هندوانو خپل مذهبي تهوار هولي نمانځلو.

ورځپاڼې دا هر څه غندلې دي او په دې خبره يي زور ورکړې چې د مقدسو پاڼو د سپکاوي دې یو بې طرفه او شفافه پلټنې اوشي. او که د مظاهرو راپاریدو هره وجه وي بیا هم دا انصاف نه دی چې د یو تور په بنیاد د بل مذهب د خلکو په ودانیو بریدونه اوشي او هغې ته زیان ورسول شي.

ورځپاڼې د قانون عملي کولو ادارو نه غوښتلي چې د مسلمانانو او هندوانو ترمینځ د نفرت د لږیدلي اور مړ کولو لپاره ګامونه واخلي. او په دغه اړه د پلټنو لپاره چې د پولیس چارواکو، دیني عالمانو او سیمې د مشرانو کومه کمیټي جوړه کړې شوې ده باید هغه خپل کار پیل کړي ، ددغه تور د ټیک یا غلط سپیناوې اوکړي او چې چا دا بې قراري راپارولې د هغوي پر ضد ګامونه واخلي.
XS
SM
MD
LG