د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: مومند به په ټاکنو کې پوره ونډه اخلي


د ولايتي ادارې د دغه ولايت په اوه ولسواليو کې د مومندو د قوم استازي رابللي وو او د يوې غونډې په ترڅ يې ترينه يې د راتلونکي ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون تر څنګ د امنيت ساتلو غوښتنه هم وکړه.


د ولايتي ادارې د دغه ولايت په اوه ولسواليو کې د مومندو د قوم استازي رابللي وو او د يوې غونډې په ترڅ يې ترينه يې د راتلونکي ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون تر څنګ د امنيت ساتلو غوښتنه هم وکړه.


دغه غونډه چې د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې د سیشنبې په ورځ تر سره شوه، د ننګرهار ولايت د بيلابيلو ولسواليو څخه ورته د مومندو قومي مشران وربلل شوي ول.
د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې هم په انتخاباتو کې برخه واخلي او هم د خپلو سيمو په امنيت ساتلو کې له امنيتي ادارو سره مرسته وکړي. نوموړي وويل:

« بهتره به دا وي چې بې له دينه چې زموږ ادارې ورانې شي، بې له دېنه چې زموږ مسلکي رجال له منځه ولاړ شي، بې له دېنه چې زموږ ادارې چور شي، بې له دينه چې کاري اهليت معيار ونه نيول شي. راځئ د ملي مشارکت په اساس باندې سره کينو، دغه انتخابات چې پرون په ایران او پاکستان کې تر سره شول، موږ او تاسو ورته څنګه زمينه برابرولی شو چې لاړ شو صندوقونو ته او خپلې رايې ورکړو او په نتيجه کې خپل صالحه وکيلان ولايتي شوراګانو ته او يو مناسب او معقول سړی رياست جمهوري ته وټاکو.»

د مومندو قوم استازو ژمنې وکړې چې هم به په انتخاباتو کې ګډون کوي او هم په به په خپلو سيمو د امنيت ساتلو په برخه کې له امنيتي ادارو سره مرستې کوي.

د کامې ولسوالي يو تن قومي مشر معلم زرجان وويل چې دوی به هڅه وکړي چې انتخابات د امن په فضا کې تر سره شي.

« مومندو ټول عمر خپل کارونه د جرګې او مرکو له لارې حل کوي. نو موږ کوشش کوو چې زموږ انخابات پر امنه وشي، کوم مشکل په کې پيدا نه شي او خلکو ته ستونزې پيدا نه شي. نو په دې لحاظ باندې نن موږ دلته راغلي يو او په خپل قومي حساب باندې دلته خپلې خبرې سره شريکوو او غواړو چې د مومندو په دې اوه ولسواليو کې انتخابات په سهي توګه سر ته ورسيږي.»

د روداتو ولسوالي د مومندو د قوم يو تن قومي شمیر لطف الرحمن وايي چې دوی د انتخاباتو ښه تر سره کيدو په خاطر له مخکې غونډه کړې چې په پراخه کچه به په کې ګډون کوي.

« د مومندو د قوم په رابطه به داسې خبره وکړم چې اوس خو دستي ساعت په هرې ولسوالۍ کې د مومندو شورا لرو. د مومندو د شورا يوه غونډه موږ کړې ده او د انتخاباتو لپاره به داسې يو شکل جوړو چې ټول په کې برخه واخلي.»

د بټي کوټ ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي حبيب الله هم د مومندو قوم په استازيتوب په انتخاباتو کې د ګډون ژمنتيا وښودله.

« د مومندو قوم يو غيرتي قوم دی، يو پښتون قوم دی، موږ به انشاالله په راتلونکو انتخاباتو کې پوره ملاتړ کوو او پوره برخه به په کې اخلو.»

په غونډه کې پريکړه وشوه چې د لالپورې، مومندرې، بټي کوټ، روداتو، بهسودو، کامې او ګوشتې ولسوالۍ کې د ميشتو مومندو قومونو څخه به يوه ګډه کميټه جوړوي چې د ضرورت په وخت کې به له ولايتي ادارې سره د ستونزو د هوارولو په خاطر غونډې جوړوي.
XS
SM
MD
LG