د لاسرسي ځای

تازه خبر

'که د طالبانو بریدونه روان وي ګوزڼ نشي ختمېدای'


په داسې حال کې چې له وسله والو طالبانو سره د امن خبرې اترې روانې دي اوس هم د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو یو شمیر برخو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکونکې ډلې د خراب امنیت له وجې نشي تللې چې په نتیجه کې یې په دې سیمه کې وخت په وخت د ګوزڼ نوي کیسونه مخې ته راځي.

په داسې حال کې چې له وسله والو طالبانو سره د امن خبرې اترې روانې دي اوس هم د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو یو شمیر برخو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکونکې ډلې د خراب امنیت له وجې نشي تللې چې په نتیجه کې یې په دې سیمه کې وخت په وخت د ګوزڼ نوي کیسونه مخې ته راځي.


په دې لړ کې تحریک انصاف ګوند ویلي حکومت ته پکار دی چې د وسله والو سره په مذاکراتو کې د ګوزڼ په ټیمونو د بریدونو خبره هم شامله کړي. د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر په دې هکله وايي:

[دلته زموږ په صوبه او قبایلي علاقه کې د ګوزڼ رنځ خوریدلو ډېره زیاته خطره ده. او د هغې وجه دا ده چې دلته د ګوزڼ ختمولو مهم مخالفت موجود دی. موږ په دې سلسله کې وایو چې پکار ده، په امن مذاکراتو کې په دې هکله خبره وشي. چې دا راز د ګوزڼ خلاف په ازادۍ سره او بغیر له خطره کار وکړې شي.]

که څه هم وسله والو طالبانو د سولې د خبرو اترو په لړ کې دیوې میاشت د ډزبندۍ اعلان کړې خو د ګوزڼ خلاف مهم کې شامل اهلکارو باندې لا هم بریدونه جاري دي، په دې اړه خېبر پښتونخوا کې د حفاظتي ټیکو د څانګې یو مشر ډاکټر کلیم الله وايي:

[اوس هم خطر شته، دا په دې ورستیو کې په ډیره اسماعیل خان کې د ګوزڼ د کمپاین په ټیم برید وشو چې پکې دوه پولیس واله ووژل شو. دا به ډیره ښه وي چې د وسله والو سره په دې لړ کې هم خبره وشي، هغوي دا ومني او ددې ملاتړ وکړي نو زما په فکر مونږ ته نور مشکلات نشته او زه امید کوم چې دروان کال تر آخرې به دا هیواد دګوزڼ رنځ نه پاک کړې شي]

ډاکټر کلیم الله زیاتوي که دغه راز د ګوزڼ کیسونه مخې ته راځي نو اندیښنه ده چې په پاکستاني وګړو بهر ملکونو ته د سفر بندیز ولګي. بلخوا اسد قیصر وايي د امن مذاکراتو عمل کې مثبت پرمختګ روان دې او تمه کوي چې د امنیت سره تړلې ټولې ستونزې به هواري شي.

[زه امید لرم چې دې لړ کې به ډیر زر ښه خبر واورۍ، تاسو وګورۍ حالات د رڼا اړخ ته روان دي. د مذاکراتو په لړ کې دواړه خواوې ډیرې سنجیده دي. د امن لپاره ډیرې ښې هلې ځلې روانې دي چې په نتیجه کې به یې د ګوزڼ مهم ته هم ګټه ورسي. ځکه چې د پښتنو په منځ کې تیګه کیښودل شي، ډزبندي وشي نو بیا په هره برخه کې دهغې احترام کیږي، هغه که دګوزڼ ضد کمپاین وي او که نور د خیر ښیګړې او پرمختګ کارونه وي دهغې هرڅه لپاره به امن وي]

اسد قیصر زیاتوي چې د ګوزڼ خلاف د کمپاین په اړه که وسله طالبان څه اندیښنې لري پکار دي چې حکومتي مذاکراتي کمیټي دهغې د لرې کولو کوشش وکړي. د یادونې وړ ده چې دا مهال ګوزڼ یا ګزڼ دنورې ټولې نړۍ نه ختم شوې یوازې په افغانستان، پاکستان او نایجیریا کې موجود دې. د صحت د نړیوالې ادارې/ ډبلیو ایچ او /د شمیرو ترمخه پاکستان کې تیر کال دوه باندې نوي (۹۲) کیسونه مخې ته راغلي دي.
  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG