د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د پاک افغان سوداګرو تر منځ اقتصادي کنفرانس


د افغانستان او پاکستان د سوداګرو په وړاندې د سوداګريزو ستونزو د له منځه وړلو په خاطر د جلال اباد په شاهي ماڼې کې يو ورځيني کنفرانس تر سره شو. په دغه کنفرانس کې هغه ستونزو په ګوته شوې چې د دواړو ملکونو سوداګرو په وړاندې پرتې دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرو په وړاندې د سوداګريزو ستونزو د له منځه وړلو په خاطر د جلال اباد په شاهي ماڼې کې يو ورځيني کنفرانس تر سره شو. په دغه کنفرانس کې هغه ستونزو په ګوته شوې چې د دواړو ملکونو سوداګرو په وړاندې پرتې دي.


د سوداګريزې پراختيا او ودې دغه کنفرانس چې د ګل په ورځ د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې تر سر شو، د خیبر پښتونخوا او ننګرهار يو شمير سوداګرو په کې ګډون کړی و.

دا چې د افغان سوداګرو په وړاندې کومې ستونزې د دوی په سوداګريزو چارو کې خنډ شوي، د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال خان حان الکوزي خبريالانو ته وويل:

« زموږ له مالونو نه پينځه قسمه ګرنټي اخيستل کيږي. مال مو ورکيږي، هغه بيرته بيا څوک نه راکوي، غير مسوول خلک د پاکستان په لارو کې خصوصاٌ د پښتونخوا په سرحدي سيمو کې له يوې لارې څخه ۸۰۰۰ کلداري په غير قانوني توګه اخيستل کيږي. د جی ډي ستونزه چې يو د اداري مسايلو له جملې څخه ده، د پاکستان سرحدي ګمرکونه دا په وخت او زمان کراچۍ ته نه انتقالوي او بلاخره زموږ مالونه د ډيمرج لاندې راځي. همدا علت دی چې موږ خپل تجارت د پاکستان له لارې نه کم کړی دی. تقريباٌ شل فيصده د کراچۍ له بندر څخه استفاده کوو.»

دغې کنفرانس ته له خیبر پښتونخوا څخه هم شل تنه سوداګر رابلل شوي ول. د خيبر پښتونخوا د چمبر اف کامرس يا سوداګرۍ خونې مشر زاهد شينواري هغو ستونزې په ډاګه کړې چې په افغانستان کې د خیبر پښتونخوا د سوداګرو په وړاندې پرتې دي. نوموري وويل:

« ټوله لويه زموږ د ويزو مسله ده. موږ ته ويزو کې مشکلات دی، موږ چې کوم مولټيفل ويزه غواړو، هغه په اسانه موږ ته نه ميلاويږي. بل دا چې په پآکستاني ايټمونو باندې په شيانو باندې دوی ډير زيات محصول لګولی دی. د هغه محصول په وجه باندې اوس زموږ مالونه دلته په ډيره ګرانه باندې راځي. دا صرف د پاکستان په شيانو محصول زیاتول ډير زیاتی دی. د هغې په وجې دا تجارت زموږ له لاسه وتي او دا بل طرف ته روان دی.»

د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين ژمنه وکړه چې د سوداګرو کومې ستونزې چې د ننګرهار په ادارې پورې اړه لري، هغه به هواروي او هغه چې د مرکز پورې تعلق لري، د هغې په هوارولو کې به پوره کوشش کوي.

« موږ به انشاالله په دې برخه کې پوره همکاري کوو، سهولتونه به ورته برابروو او د قانون د تطبیق په نتيجه کې به دوی ته اسانتیا برابروو. کوم مشکلات چې د دوی د مرکزي دولت پورې دي، زه به يې د تجارت له وزارت، د ماليې وزارت او اقتصادي کميټې سره په دې برخه کې خبرې وکړم، تر څو وکولای شوو چې د اسانه تجارت لپاره او هغه چې سهولتونه چې ي، تجار ورته ضرورت لري، د مرکزي حکومت په واسطه برابر کړو او همدا رنګه به مو غوښتنه د پاکستان له اړخه دا وي چې کوم مشکلات چې د افغاني تجاران يې د دوی په بندرونو او د دوی په لارو کې لري، هغوی به د دې تجارانو په واسطه زموږ تجارانو ته سهولتونه برابروي.»

نوموړي د ننګرهار او خیبر پښتونخوا د سوداګرو تر منځ د سوداګريزې پراختيا او ودې ياد کنفرانس ګټور وبللو او تمه يې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې دې په خيبر پښتونخوا کې هم د دواړو غاړو د سوداګرو تر منځ د ستونزو د هوارولو کنفرانسونه جوړ کړی شي.
XS
SM
MD
LG