د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پنجاب ژغورلو لپاره قبایل طالبانو ته سپارل کېږي'


د پاکستان وزیراعظم نوازشریف او د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف
د پاکستان وزیراعظم نوازشریف او د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف
پراګ: پښتانه سياست وال وايي سره له دې چې پاکستان کې ترهګرۍ تر ټولو ډير پښتانه ځپلې خو بيا يې هم د امن مذاکراتو او داسې نورو ډيرو مهمو قامي مسلو کې نظر نه دی پوښتل شوی. دوی زياتوي د پاکستان مرکزي حکمرانانو او پوځ د پښتنو قربانيوو ته په درنه سترګه نه دي کتلي او د دوی د خوندي ساتلو لپاره پوره ګامونه نه اخلي.

په داسې حال کې چې د پاکستان د حکومت او تحريک طالبانو د مذاکراتو بهير روان دی، وسله وال بريدونه لا هم نه دي ودريدلي. ځينو سياست والو او څيړونکو پر دې مذاکراتو د بې باورئ په ښودلو د پوځي عملياتو غوښتنه کړي خو د پاکستان حکومت سره د طالبانو د مذاکراتو د کميټې مشر مولانا سميع الحق تېره ورځ په يوه خبري کنفرنس کې وويل چې وروستي بريدونه تحريک طالبان پاکستان نه دي کړي نو د زور استعمال بايد ونه شي:

((زموږ خو همدا کوشش دی چې پوځي عمليات ونه شي. سل ځله به مذاکرات وکړو خو د پوځي عمليآتو اجازه نه ورکوو. په دې وروستيوو کې چې پوځ کومې کاروايانې کړي هغې کې يې بې ګناه خلک وژلي. يو طالب يې نه دی وژلی. کلي يې وران کړي. ښځې او ماشومان يې وژلي.))

تېره مياشت چې کله تحريک طالبان پاکستان وويل ۲۳ ايف سي ځواکونه يې ووژل، د پاکستان پوځ په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د وسله والو په مرکزونه بمباري وکړه او په وينا يې ګڼ شمير يې ووژل.

د پاکستان د پوځ يو پخوانی افسر بريګيډير سعد محمد وايي د پاکستان پوځ يوازې هغه وخت جوابي کاروايي کوي چې پر دوی حمله وشي او د ولسي وګړو پر وژنه غبرګون نه ښئ.

((زما خيال دی چې په ولسي وګړو چې حمله وشي نو پوځ پرې رد عمل نه ښئ. زما په خيال د پوځ د اطلاعاتو وزير ويلي دي چې که پر پوځ حمله وشي نو هغوی به يې خپل جواب وايي. له هغه بايد پوښتنه شوی وای چې د عام ولس حفاظت به څوک کوي؟ حکومت خلک د الله په رحم او کرم پريښي او پر پوځ يې دا بنديز لګولی چې د مذاکراتو پر مهال کاروايي مه کوئ. ))

د باجوړ ايجنسۍ سره تعلق لرونکی، د پيپلز پارټۍ يو مشر اخونزاده چټان وايي تېره ورځ پيښور او کويټه کې د وسله والو تر بريدونه وروسته د حکومت خاموشي او د پوځ کومې کاروايې نه کولو مطلب دا دی چې پاکستان يوازې تر پنجاب پورې محدود دی. هغه زياتوي داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت او پوځ د پښتنو په سيمو کې د طالبانو د بريدونو مخنيوی نه کوي.

((ټولو قبايلو سره دا انديښنه ده چې هسې نه د لاهور بچ کولو لپاره طالبانو ته وويل شي چې قبايل مو درکړل. هر څه چې پرې کوئ، کوئ يې. که شريعت پرې نافذوئ او که هر قسم سزا ورکوئ، در حواله مو کړل خو تاسي په پنجاب او لاهور کې بريدونه مه کوئ. داسې نه ښکاري لکه زموږ وزيراعظم صيب چې د ټول پاکستان وزيراعظم وي. د هغه له رويې داسې ښکاري لکه دی چې يوازې د پنجاب وزيراعظم وي. ))

د پاکستاني حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې د مذاکراتو خبرې په داسې مهال کيږي چې د قبايلي سيمو لکونه خلک د بې کورۍ ژوند تيروي او خپلو سيمې ته نه شي تللی.

د عوامي نيشنل ګوند يو مشر، سينيټر افراسياب خټک وايي د مذاکراتو په اړه د قبايلو د استازو نه موجوديت او په دې اړه د هغوی د خوښې نه شاملولو مانا دا ده چې د پښتنو په سر سياست کيږي.

((ډير عجيبه غوندې صورتحال دی چې د قبايلي سيمو په اړه خبره روانه ده خو د دغه ځای د خلکو نه بغير. د هغوی هيڅ شرکت پکې نشته. د هغوی د مسلو هيڅ ذکر پکې نشته. صدر تقريرونه کوي، وزيراعظم يې کوي او چد کورنيوو چارو وزير] چوهدري نثار ټوله ورځ په قامي اسمبلئ کې اوږده اوږده تقريرونه کوي، وعظ او نصيحت کوي خو د قبايلو پکې هيڅ ذکر نه وي. هغه خلک چې په کورونه يې مرغۍ نه شوه تيريدلی اوس در په در دي. خېمو کې ژوند کوي. دردوونکې خبره دا ده.))

افراسياب خټک زياتوي چې د امن له روانو مذاکراتو د کاميابۍ هيڅ اميد نه لري او پکار ده چې د دنيا د يو زمه واره رياست په حيث پاکستان د خپل ځان او سيمې د سولې لپاره د ترهګرۍ په وړاندې په خپله پاليسي له سره غور وکړي او دې لړ کې دې د زړه له اخلاصه کوټلي ګامونه واخلي.
XS
SM
MD
LG