د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او بنګله ديش په نړیوال کپ پیل کوي


سبا په بنګله دیش کې د کرکټ د شل اوريز نړیوال کپ لوبې پیلېږي. لومړۍ لوبه د افغانستان او کوربه هیواد بنګله دیش ترمنځ په میرپور ښار کې ده. دا لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین پر دوو بجو پیل شي.

سبا په بنګله دیش کې د کرکټ د شل اوريز نړیوال کپ لوبې پیلېږي. لومړۍ لوبه د افغانستان او کوربه هیواد بنګله دیش ترمنځ په میرپور ښار کې ده. دا لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین پر دوو بجو پیل شي.


دوهمه لوبه د مازیګر په شپږو بجو د هانګ کانګ او نیپال د لوبډلو ترمنځ تر سره کیږي.

د شل اورويز نړيوال کپ د لوبو د چمتووالي لپاره تیره اوونۍ افغان ټیم دوه لوبې وکړې، لومړۍ لوبه یې د مارچ پر دولسمه له هالېنډ څخه په پنځه دېرش رنزونو وګټله خو دوهمه لوبه یې د مارچ پر څوارلسمه د زیمبابوې ټیم نه په اوو ویکټو وبایلله.
XS
SM
MD
LG