د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ کې د ملي اردو دوه تښتول شوي سرتېري خوشې کړل شو


د افغانستان دفاع وزارت د ملي اردو د هغو شپږو سرتېرو له ډلې د دوو تنو خوشې کېدل تاییدوي چې وسله والو طالبانو د کونړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې د ۲۱ سرتېرو له وژلو وروسته وتښتول.

د افغانستان دفاع وزارت د ملي اردو د هغو شپږو سرتېرو له ډلې د دوو تنو خوشې کېدل تاییدوي چې وسله والو طالبانو د کونړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې د ۲۱ سرتېرو له وژلو وروسته وتښتول.


تمه ده چې، کابل ته د دې سرتېرو له رسېدو سره به د غازي آباد د پېښې پر څرنګوالي څه ناڅه رڼا واچول شي. د دفاع وزارت ویاند ظاهرعظیمي مشال راډیو ته وویل؛ د ملي اردو د تښتول شویو شپږو سرتېرو له ډلې دوه تنه د قومي مشرانو په مرسته خوشې شوي:

"د دوی دوه تنه د قومي مشرانو او مخورو په منځګړتوب خوشې شوي چې؛ اوس ناړۍ ولسوالۍ ته راوستل شوي. موږ د دوو کسانو خوشې کېدل تاییدوو؛ خو د څلورو کسانو په اړه معلومات نه لرو."

عظیمي زیاته کړه چې، دا عسکر به نن جمعه کابل ته ولېږدول شي. له دې مخکې ځینو رسنیو د شپږواړه تښتول شویو سرتېرو د خوشې کېدو خبر ورکړی و.

اوس پوښتنه دا ده چې، د دې سرتېرو د خوشې کولو لپاره به آیا له وسله والو طالبانو سره معامله شوې وي کنه.

د دفاع وزارت یو مقام چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي مشال راډیو ته وویل طالبانو د دې دوو سرتېرو د خوشې کولو په بدل کې د خپلو دوو جنګیالیو مړي او شپږ سوه زره افغانۍ غوښتې وې.

دا مقام زیاتوي چې، افغان دولت د مخالفینو د پیسو غوښتنه ونه منله خو د طالبانو د مړیو د سپارلو احتمال یې رد نه کړ.

د غازي آباد له پېښې وروسته چې په نتیجه کې یې د ملي اردو ۲۱ سرتېري ووژل شول د کونړ والي آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ ځینو سرتېرو د طالبانو له حملې سره مرسته کړې وه.

وسله والو طالبانو ویلي چې، له شپږو سرتېرو څخه څلور تنه یې د دوی کسان وو؛ چې د پوستې په نیولو کې یې مرسته ورسره کړې وه.


خو جنرال عظیمي وايي، کابل ته د خوشې شویو سرتېرو له رسېدو سره به د غازي آباد د پېښې د څرنګوالي جزییات روښانه شي:

"زموږ څېړنې تراوسه وروستي پړاو ته نه دي رسېدلي، نو ځکه زه څه نشم ویلای. یو دوه ورځې نور وخت راکړئ. د دې دوو سرتېرو خوشې کېده به د وروستیو نتایجو له اعلان سره مرسته وکړي."

که څه هم په غازي آباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر قرارګاه د حملې پرمهال ډېرو خلکو پاکستان ته ګوته نیوه خو ځینې څارونکي د دفاع وزارت د مشرتابه کمزورتیا د ملي اردو د ۲۱ سرتېرو د وژل کېدو اصلي عامل بولي.
XS
SM
MD
LG