د لاسرسي ځای

تازه خبر

“که ولسمشر شوم، له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیکوم”

د افغانستان ولسمشرۍ انتخاباتو ته نوماند عبدالله عبدالله ویلي، که منتخب شو نو د ((یوې میاشتې)) دننه به له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ انتخاباتو ته نوماند عبدالله عبدالله ویلي، که منتخب شو نو د ((یوې میاشتې)) دننه به له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.


عبدالله چې د انتخاباتو لپاره له ولاړو ۱۱ کاندیدانو یو مخکښ ګڼل کېږي – دا خبرې د پنجشنبې پر ورځ له اسوشي اېټډ پریس اژانس سره د خبرو پر وخت وکړې.

نوموړي پر ولسمشر حامد کرزي انتقاد وکړ چې ولې د دوه اړخیزه امنیتي تړون له لاسلیکه انکار کوي.

تړون د روان کال تر پای وروسته په افغانستان کې د نړیوالو سرتېرو پاتې کېدو ته قانوني زمینه برابروي.

ټاکل شوې ده چې ټول نړیوال جنګي پوځیان به سږکال له افغانستانه ووځي.عبدالله زیاته کړه چې دی اندېښمن دی چې د روان کال په انتخاباتو کې ټګي کېدای شي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG