د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘نړیوال او افغان ځواکونه د حقاني وسله والو په نښه کولو ته زیاته توجه ورکوي’


په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو عمومي قومندان وايي، اېتلافي او افغان ځواکونه د حقاني وسله والې شبکې په نښه کولو ته زیاته توجه ورکوي.


په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو عمومي قومندان وايي، اېتلافي او افغان ځواکونه د حقاني وسله والې شبکې په نښه کولو ته زیاته توجه ورکوي.


دې ډلې د اپرېل په میاشت کې د افغان ولسمشریزو انتخاباتو ګډوډولو ګواښ کړی دی. جنرال جوزف ډنفرډ وویل، امریکا د حقاني شبکې تمویلول او د دې ډلې د غړو ازادانه تګ راتګ په نښه کوي. ده وویل، د دې ډلې وسله وال په تېرو میاشتو کې لا نور فعاله شوي دي.

پر حقاني شبکې په افغانستان کې د تر ټولو لویو بریدونو تور دی. امریکايي چارواکو په بیا بیا پر پاکستانیو چارواکو ټینګار کړی دی چې په شمالي وزیرستان کې دې د دې وسله والو پر ضد اقدامات وکړي.

د حقاني شبکې وسله وال له هغه ځایه مسلسل افغانستان ته ځي او پر امریکايي او اېتلافي پوځیانو حملې کوي.
XS
SM
MD
LG