د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا: په انتخاباتو کې د ښځو رایې ورکولو په اړه پروژه پیل شوې ده


اسلام اباد - د څېړنو او پرمختیا لپاره کارکوونکې یو ناحکومتي ادارې (اېن ار ډي اېف) د خیبر پښتونخوا په شپږو ضلعو (ولسوالیو) کې د رایې یا ووټ ارزښت په اړه یوه پروژه پیل کړې ده چې موخه یې د ووټ اچولو او سیاسي چارو په اړه ښځو ته پوهه ورکول دي.


د اېن ار ډي اېف پېښور څانګې مشر محمد اقبال مشال راډیو ته وویل، د دوی اداره په خپل هر کار کې د عالمانو مرسته تر لاسه کوي چې د مذهب په رڼا کې د خلکو رهنمايي وکړي.

دی وايي، همدا لامل دی چې په ښځو کې د سیاسي شعور او ووټ اچولو لپاره د دوی ادارې په پېښور، چارسده، نوښار، صوابۍ، ملاکنډ او مردان کې د پوهانو خدمات تر لاسه کړي دي:

((زموږ اداره په دې لړ کې له ښځینه استادانو سره مختلفې غونډې کوي او له ۱۰۰ زیاتو استادانو پورې به ځو او ورسره به د انتخاباتو په اړه خبرې کوو. دغه رنګ له سیاسي مشرانو سره هم موږ په رابطه کې یو او له دې علاوه تر یو نیم سل پورې عالمان هم له موږ سره په دې لړ کې کار کوي او په پېښور و چارسده کې له دیني عالمانو سره زموږ کامیابې غونډې شوې دي.))

زموږ د پیغمبر (ص) تر مړینې وروسته اولنی عمل چې شوی دی هغه انتخاب دی. د هغه انتخاب ذریعه ذریعه شورايي نظام وو چې رایه به پکې اخیستل کېده.
مولانا سید جهانزېب زاهد
مولانا سيد جهانزيب زاهد هم له يادې ادارې سره د پيښور په شا خوا سيمو کې د ښځو ووټونو اچولو حق لپاره خپلې هلې ځلې کوي.

دی وايي له شريعت سره سم د ووټ اچول يوه ګواهي ده او شهادت دی نو له دې ښځې محرومه ساتل يا پر پابندي لګول او بيا دا له مذهب سره تړل سراسر جرم او ګناه ده:

(( زموږ د پیغمبر (ص) تر مړینې وروسته اولنی عمل چې شوی دی هغه انتخاب دی. د هغه انتخاب ذریعه ذریعه شورايي نظام وو چې رایه به پکې اخیستل کېده. په دې وخت کې د پرچې طریقه ده او په ګوته نښه لګول دي او بیا [خپل ووټ] په بکسې کې اچول دي. نو دا عمل د اسلام او شریعت مطابق دی. زما تعلق د پېښور [له پي کې ۹ حلقې] سره دی او هلته به تل د ښځو پر ووټ [بندیز] وو. د دې پروژې له وجې په ما کې پخپله احساس پیدا شو او د علاقې له ټولو سیاسي ګوندونو سره مې یوه غونډه وکړه. هغوی وویل، دا ځل به د ښځو پر ووټ بندیز نه لګوو.))

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ پخوانی غړی، او د بلدیاتي انتخاباتو درې ګوندیز اتحاد مشر مفتي ډاکتر شوکت الله وايي: ((ووټ اچول یو مشاورت دی او ملک ته یو مستقبل ورکول دي. د ښځو نمایندګي په کار ده او دا د حکومت ذمه واري ده چې د ښځو لپاره یو پرامنه ماحول جوړ کړي. زموږ د ګوندونو له اړخه به هم په راروانو بلدیاتي انتخاباتو کې ښځو ته نمایندګي ورکول کېږي.))

ښځو ته ویل غواړم چې ووټ دې هم واچوي او په دې کې دې برخه هم واخلي
شاد بېګم
د ښځو حقونو لپاره کارکوونکې شاد بېګم وايي، د ښځو ترقي هله ممکنه کېدای شي چې کله په موثره توګه دوی په سیاسي چارو کې برخه واخلي:

((ښځو ته د کلیو په سطح دا یوه ښه موقع ده او هغوی ته تر نظامه رسايي اسانه ده چې پکې برخه واخلي. د دې اهمیت ته چې زه ګورم نو ښځو ته ویل غواړم چې ووټ دې هم واچوي او په دې کې دې برخه هم واخلي ځکه چې د کلیو په سطح ښځې په خپلو مسلو پوه هم وي او د هغې لپاره کار هم کولای شي.))

د شاد بېګم له وینا سره سم، د دوی ادارې په ګډون نورې هغه هم له انتخاباتي کمېشن سره د بلدیاتي انتخاباتو لپاره په رابطه کې دي چې کمېشن په ځینو سیمو کې د ښځو لپاره د رایې اچونې ځانګړي مراکز جوړ کړي.
XS
SM
MD
LG