د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف له طالبانو سره د مستقیمو خبرو لپاره نوې کمېټه وټاکله


اسلام اباد - پاکستاني حکومت له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو لپاره نوې څلور کسیزه کمېټۍ ټاکلې ده.


دا ګام د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د چارشنبې پر ورځ واخیست.

په نوې ټاکل شوې کمېټۍ کې د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند ، د وزیراعظم مرستیال سیکرټري فوادحسن ، ارباب عارف او حبیب الله خټک شامل دي.

یادې کمېټۍ ته له وسله والو طالبانو سره د نېغ په نېغه خبرو کولو واک ورکړل شوی دی.

وزیراعظم نوازشریف دا ګام له هغه وروسته اخیستی چې د روانې میاشتې پر شپږمه نېټه یې له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو لپاره ټاکلې پخوانۍ کمېټۍ ختمه کړه.

دا تر اوسه نه ده څرګنده چې نوې ټاکل شوې کمېټۍ به له وسله والو طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې کله او څنګه پېلوي.

تر دې مخکې جوړې حکومتي کمېټۍ د طالبانو په استازیتوب له جوړې کمېټۍ سره خبرې وکړې چې په نتیجه کې یې طالبانو د یوې میاشتې اوربند اعلان کړ.

پاکستانی حکومت وايي، له هغو ډلو سره به جوړ جاړی کوي چې د پاکستان اساسي قانون مني او له تاوتریخوالي لاس اخلي.
XS
SM
MD
LG