د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملالې یو سفزۍ لپاره ټنګ ټکور


انډیپنډنټ ورځپاڼه په لندن کې د ملاله یوسفزي په درناوي کې د موسیقۍ د یو پروګرام د پلان په اړه لیکي چې پلان يې یو ځلي جوړ شو او په حقله يې اي مېلونه واستول شو چې د یوی پروژې په شکل کې مخې ته راغلو.

انډیپنډنټ ورځپاڼه په لندن کې د ملاله یوسفزي په درناوي کې د موسیقۍ د یو پروګرام د پلان په اړه لیکي چې پلان يې یو ځلي جوړ شو او په حقله يې اي مېلونه واستول شو چې د یوی پروژې په شکل کې مخې ته راغلو.


ورځپاڼه ليکي په اکتوبر 2012م کې چې کله ملاله یوسفزي له طالبانو لخوا په ډذو وویشتل شوه او د علاج لپاره د خپل پلار سره بریتانېې ته یوړل شوه نو په لندن کې د موسیقۍ یو ډایریکټر ډيویډ ټيمپل د ملاله په حقله د یادګاري موسیقي جوړولو فېصله وکړه. د نورو ډېرو خلکو په شان نوموړی هم د ملاله د بهادرۍ نه متاثره و.

ورځپاڼه په لندن کې د یو بل موسیقار جېمز مک کارتې د خولی ليکي پاپ موسیقي چې په کې سندره د شاعري او یا د موسیقي سره اول جوړیږي، د دې برعکس په کورس موسیقي کې لفظونه ډېر اهمیت لري. د هغه په خبره په دغه موسیقي کې هر څه د شاعرۍ ټکو ته په کتلو سره ترتیبیږي او له هم دغو ټکو تال برابریږي.

ورځپاڼه ليکي د سمپلي ملاله په نوم د موسیقي دغه شاهکار چې دیرش منټه اوږد دی، د روان کال د اکتوبر پر 28 مې نېټې به په لومړي ځل د لندن په فیسټول کورس کې د ارکسټرا په شکل وړاندی کیږي. په دې کې به 130 سندرغاړي، 70 ماشومان او 70 موسیقي غږونکي برخه اخلي. د دغه تقریب لپاره ملاله یوسفزي او د هغې پلار ته بلنه ورکړل شوې ده.
XS
SM
MD
LG