د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان برېښنا بحران له کبله اوس کشمیریان خپله بجلي جوړوي


د فرانس پريس اژانس په راپور کې راغلي، په داسې حال کې چې پاکستان د انرژۍ له بحران سره مخامخ دی، د دې هېواد د کشمير سيمې اوسېدونکي ځانته خپله بجلي جوړوي. دوۍ د سيمې پر سيندونو او خوړونو واړه ټرباينونه لګولي دي، چې په ترڅ کې يې د برېښنا خپل ضرورتونه پوره کوي.


راپور زياتوي، د پاکستان په يو شمېر برخو کې د ګرمۍ په موسم کې په يوه شواروز کې ۲۰ ساعته د برېښنا پرچاو يا لوډ شيډنګ وي، چې له وجې يې نه يوازې د پاکستانيو وګړو ژوند بلکې د دې هېواد اقتصاد هم اغېزمنيږي.

د راپور له مخې، د انرژۍ پر بحران د قابو موندلو د پاکستاني حکومت هڅو تر دې دمه کوم رنګ نه دی راوړی. خو د کشمير په نيلم دره کې، چې د فطري ښايست لپاره شهرت لري، په سلګونو کورنۍ يې د ورځې د څو ساعتونو لپاره له ځايي اوبو جوړه شوې بجلي کاروي.

د سيمې يو اوسېدونکي رحيم الله، چې د بجلۍ جوړولو مشين يا ټرباين چلوي، اژانس ته ويلي، پنځوسو کورنيو پيسې جمع کړې او په درې لاکه روپۍ يې ټرباين واخېستو.

اژانس په نيلم دره کې د اوبو په وسیله د بجلۍ پيدا کولو اداره کې د مرستيال مشر شفيق عثماني خبره راخيستې چې وايي، د سيمې له اوبو ۳۰۰۰ ميګا واټه بجلي پيدا کېدای شي، حال دا چې خلک يې يوازې د ۱۵ نه واخلې تر ۲۰ ميګا واټه پورې بجلۍ ته اړتيا لري.

عثماني زياته کړې، نيلم دره پر همدغو ونو او سيندونو ښايسته ده او دا چې خلکو ته د صفا انرژۍ ورکولو په ترڅ کې موږ کولای شو د سيمې چاپېريال له ککړتيا وژغورو.

د مشتاق احمد په نوم د سيمې يو اوسېدونکي اژانس ته ويلي، د وړو ټرباينونو بجلۍ د ده د کورنۍ د وګړو پر روغتيايي وضيعت مثبت اغېز کړی دی. د نوموړي په خبره، مخکې به يې د خوړو تيارولو او د کور ګرم ساتلو لپاره لرګي بلول، چې له وجې به يې کور په لوګو تور و او ناروغۍ به هم ورکره ډېرې وې. مشتاق اژانس ته زياته کړې، د خدایی شکر دی درې کالونه وشول چې ټرباين مو لګولی دی او د کورنۍ خلک مې له ناروغيو په امان شوي دي.

اژانس د پاکستان برخې په کشمير کې د ماليې د وزير چودري لطيف اکبر په حواله ليکلي چې د يادې سيمې له اوبو شاوخوا ۸۲۰۰ ميګاواټه بجلي جوړېدای شي. نوموړي دغه راز ويلي چې هڅه به وکړي خپل ټول وسايل په کار واچوي او له پاکستان سره د انرژۍ پر بحران قابو موندلو کې مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG