د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د سیاسي فعالانو فکر روایتي او زوړ دی


ایکسپریس ټرایبیون کې لیکوال حسن عسکري لیکي، په پاکستان کې د زیاترو هغه سیاسي فعالینو او د دغه هیواد د پالیسي جوړونکیو سوچ داسې جوړ شوی دی، چې تر اوسه د سوړ جنګ د سیاسي حالاتو غوندې فکر لري، او دا چې یو ټولنه تقسیم شي، نو بیا پر په اسانه ته خپله نظریه تپلای شې.

او دغه سوچ تر اوسه د مسلمان هیوادونو او غیر مسلمان هیوادونو نه تاویږي لکه چې زیاتره خلک داسې فکر کوي، غیر مسلمه او یا غربي نړۍ پاکستان کې ګډ وډی پیدا کول غواړي، کوم چې یو زوړ او روایتي سوچ دی.

لیکوال وایې دوه داسې شیان دي د کوم له لارې چې یو هیواد په سیمه او نړۍ کې د نورو ملکونو مقابله کولی شي. لومړی دا چې باید په هیواد دننه سیاسي استحکام وي، او په اقتصادي توګه یو ملک پر مخ روان وي، او دومره توان لري ، چې د نورو هیوادونو فشار برداشت کړي. دویمه خبره داچې یو هیواد باید د نړیوالو سره اقتصادي اړیکي ولري، باید نړیوال هیوادونه د دوی مارکیټونو ته رسد ولري، دغلته سرمایه کاري وکړي ، او دا شان پر دې پوهه لري څنګ به خپلې تجارتي اړیکې پرمخ بوځي.

لیکوال وایي داسې پاکستان هم واخلئ، باید دغه هیواد د خپلو داخلي مسلو او خارجي خطرو مقابله د اقتصاد په ښه کولو وکړی، او نړیوالو هیوادونو سره اقتصادي تعلقات جوړ کړي. او د دغې لپاره لومړی باید خپلې داخلې مسلې هواري کړي، د تشدد او ترهګرۍ مخه ونیسي، او د کاروبارونو په ښه کولو ، په دې لړ کې د ښې پالیسۍ جوړولو لپاره کار وکړي.

لیکوال وایي د پاکستان پیژندګلو په سیمه او نړۍ کې تر هغې پوري ښّه کیدلی نشی، تر څو چې حکومت د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو لپاره کوټلي ګامونه نه وي پورته کړي. اګر چې پاکستان پخپله هم د ترهګرۍ او توندوۍ نه متاثره شوی ، خو دا د تصویر یو اړخ دی، او باید په بل اړخ چې پکې پاکستان د ترهګرۍ تشدد او توندروۍ سبب هم دی، او د دغې د ختمولو لپاره زیات کار وکړل شي.

پاکستان باید د هند ، افغانستان ، ایران او منځنۍ ایشیا سره خپل کاروباري تعلقات زیات کړي. لیکوال وایې چین د هند سره په یو شمیر مسلو اختلافات لري، خو بیا هم دواړه هیوادونه ښه تجارتي تعلقات لري. داشان بهرنۍ پالیسي هم باید د ټولو په خوښه جوړه کړل شی، نه چې د یوې ادارې او یا یوازې په مذهبي بنیادونو جوړه کړل شي. پاکستان باید په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې یوازي هند ته ونه ګوري او د دغې روایتي سوچ او فکر نه اوس راووځي.
XS
SM
MD
LG