د تاندې هیلې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
دا ځل مو په خپرونه کې له نومیالۍ سندرغاړې نازیه اقبال سره خبرې کړې دي.
نوموړې وايي، اوسني ډېری سندرغاړي کمپیوټري سندرې وايي او اصلاً د سندرې ویلو هنر یې نه دی زده.
د دې په خبره، له وړوکتوبه یې سندرې ویل پیل کړې دي او ډېره قرباني یې ورکړې ده.
نازیه اقبال وايي، نه پوهېږي چې ماشومان څنګه لوبې کوي، ځکه چې دې له وړوکتوبه د موسیقۍ هنر زده کړه پیل کړې ده.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
فرخنده اسد
فرخنده اسد د مشال راډیو خبریاله وه چې د پاکستان او افغانستان په اړه یې د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوله.