د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بغلان کې دوه کانټینره شراب نیول شوي دي

کابل - د بغلان چارواکي وایې، پولیسو پرون دوه کانټینره شراب چې له تاجکستانه کابل ته وړل کیدل، ترلاسه کړي دي.


د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت د چارشنبې پر ورځ، خبریالانو ته وویل، چې په دې کانټینرونو کې شاوخوا ۳۷۰۰۰ بوتله شراب موجود ول او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.

بشارت وویل، چې تر دې مخکې په بغلان کې څو ځلې مخدره مواد نیول شوي، خو دا لومړی ځل دی چې په دومره پيمانه شراب د پولیسو لاس ته ورځي.

د افغانستان له قانون سره سم، په هغه هیواد کې د شرابو جوړول، هلته شراب وړل او د دې څښل ناقانونه کار دی.

د دې له کبله، قاچاق کوونکي اکثر له نورو هیوادونو افغانستان ته شراب وړي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG