د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې یو غربي خبریال ووژل شو

کابل - د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یو بهرنی خبریال وژل شوی دی.


چارواکي وايي، نیلس هارنر د کابل ښار په مرکز کې له یو لبناني رستوران سره نېږدې په سر په مرمۍ وویشتل شو.

د دوی په خبره، هارنز تر ژوبلېدو وروسته په روغتون کې مړ شو.

د کابل پولیسو جنايي پلټنو څانګې مشر سید ګل اغا هاشمي وايي، د پېښې په تړاو یې دوه مشکوک کسان نیولي دي.

د خبریال د وژنې لامل لا نه دی جوت شوی.

وسله والو طالبانو له دې پېښې سره لاتعلقي ښودلې ده او ویلي یې دي چې د خبریال وژنې پړه نه مني.

د سویډنۍ راډیو مشر سیلا بېنکو ویلي، هارنر یو ډېر تکړه خبریال وو. د ده په خبره، هارنر به د اسیا او منځني ختیځ چارو په اړه رپورټونه جوړول.

په کابل کې د سویډن سفارت وايي، نوموړي د سویډن او برتانیې تابعیت درلود.

د خبریالانو ساتنې نړیواله ټولنه وايي، افغانستان د نړۍ له هغو هیوادونو یو دی چې پکې د خبریالانو ژوند ته له مختلفو خواو ګواښونه ولاړېږي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG