کابل - د افغان ولسمشر لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم جنازه د سې شنبې پر ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې شوې ده.
د فهیم مړی د کابل په بادام باغ غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
د نوموړي د جنازې په مراسمو کې پر ولسمشر حامد کرزي او نورو افغان چارواکو سربېره د نورو هیوادونو استازو او بهرنیو ډېپلوماټانو ګډون وکړ.
د پاکستان په استازیتوب د هغه هیواد سرحداتو چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ جنازې ته ورغلی وو.
مرستیال ولسمشر محمد قسیم فهیم د یکشنبې پر ورځ، د ۵۷ کلونو په عمر کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شو.
دی له اوږدې مودې راهیسې د شکر په ناروغۍ اخته وو.
د فهیم په مړینې په افغانستان کې د درې ورځني رسمي ماتم اعلان شوی وو.