د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز مشرف بیا عدالت ته حاضر نشو

اسلام اباد - د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پروېز مشرف د امنیتي وجوهاتو له کبله د سې شنبې پر ورځ ځانګړي عدالت ته حاضر نشو.


عدالت نوموړي ته امر وکړ چې د جمعې پر ورځ دې عدالت ته حاضر شي.

پر پروېز مشرف له پاکستان سره د خیانت تور دی.

تر دې وړاندې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د اسلام اباد او راولپېنډۍ پولیسو ته د امنیت ټینګولو امر کړی وو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، القاعده او طالبان پر پروېز مشرف په عدالت کې برید کولای شي.

که پر مشرف له هیواد سره د غدارۍ تور زبات شو نو د ټول عمر په بند یا اعدام محکومېدای شي.

ځانګړی عدالت د قاضي فیصل عرب په مشرۍ جوړ دی او درې کسیزه جرګګۍ لري.

دا عدالت له میاشتو راهیسې د پروېز مشرف مقدمې اورېدنه کوي خو نوموړی ورته ډېر کم حاضر شوی دی.

د سې شنبې ورځې اورېدنې پر وخت د پروېز مشرف ځینې پلویان هم د ځانګړي عدالت مخې ته ورغونډ شوي ول.

دې کسانو په لاسونو کې بورډونه نیولي ول او د مشرف د مقدمې د سمې او منصفانه اورېدنې غوښتنه یې کوله.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG