د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:'کورنۍ دې په خپلو نجونو سبقونه ووايي'


خوست کې د ښځو غونډه
خوست کې د ښځو غونډه

په خوست کې د ښځو چارو ریاست چارواکیو پر خلکو غږ کړی، چې خپلې خویندې او لوڼه دې د زده کړو لپاره په ښوونځیو کې شاملې کړي، چې دغه ډول هغوی د ژوندانه په ټولو برخو کې پر خپلځان بسیا شي،

په خوست کې د ښځو چارو ریاست چارواکیو پر خلکو غږ کړی، چې خپلې خویندې او لوڼه دې د زده کړو لپاره په ښوونځیو کې شاملې کړي، چې دغه ډول هغوی د ژوندانه په ټولو برخو کې پر خپلځان بسیا شي، دوی همداراز وویل، چې کورنۍ باید خپلو او خویندو او لوڼو ته د زامنو په شان د زده کړو په حاصلولو کې یوشانتې برخه ورکړي.


د خوست ولایت د ښځو چارو ریاست مسوولین او د مدني ټولنې ښځینه فعالانې وايي، چې اوسمهال د ښځو په سیاسي او ټولننیز شعور کې پرمختګ شوی او دوی په کورنیو او ټولنه کې خپلو مسوولیتونو ته متوجه شوي دي، خو هغوی ټینګار وکړ، چې د نجونو ښوونې او روزنې ته دې پام ډیر شي او ښځو ته دې په راتلونکو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د ګډون ښه فرصتونه برابر شي.

یادې څرګندونې ویناوالو په هغه راټولیدنه کې وکړې، چې د سلګونه نجونو او میرمنو په ګډون د یکشنبې په ورځ د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په موخه جوړه شوې وه.

د خوست د ښځو چارو رئیسې خاور امیري د خپلې ادارې په استازیتوب پر خلکو غږ وکړ ،چې خپلې نجونې دې ښوونځیو ته شاملې کړي او په کورنیو کې دې د زامنو په څېر ښځو ته هم برابر حقونه ورکړي:

''زه د خوست دښځو چارو ریاست په استازیوب پر ټولو خلکو غږ کوم، چې نجونې ښوونځیو ته شاملې کړي تر څو تعلیم وکړي او لدوی څخه ډاکټرانې ،انجینرانې ،ښوونکې او حقوقدانې جوړې شي او خپلو لوڼو سره دې دزامنو په څیر مساویانه چلند وکړي.''

د ولسي جرګې استازې ساهره شریف په خپلو خبرو کې د ښځو څخه وغوښتل، چې د نارینه وو سره څنګ په څنګ د ټولنې د مسوولیتونو په ترسره کولو کې خپله ونډه سرته ورسوي:

''د دې ورځې یو هدف به دا وي، چې موږ خویندو دا درک کړي او احساس کړي او پوهیدلي یو، چې نه یوازې د افغانستان د ټولنې بلکې د نړۍ د یو جز په توګه، د نړۍ د غو په توګه دا صلاحیت او مسوولیت لرو، چې د ټولنې جز ځان وبولو او هغه څه چې یوه بشري ټولنه يې ایجابوي، د انسان په توګه د دې ټولنې د غړو په توګه خپل ارزښت وپیژنو، هغه څه مسوولیت چې لرو، هغه وپيژنو او په اداء کولو کې يې اوږه په اوږه او څنګ په څنګ د وروڼو سره ودریږو.''

د مدني ټولنې فعالې فیروزه ځدراڼ مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې نارینه باید د زده کړو په ګډون ښځو ته د ټولو شرعي او قانوني حقونو په برابرولو کې مرسته وکړي، تر څو د ټولنې په چارو کې د ښځو ونډه ډېره شي:

''اوس په خوست کې د تعلیم یافته خویندو تعداد ډېر شوی دی او خویندې په ډې پوهیدلي دي، چې خپل حق وغواړي، زه د یوې مدني فعالې په حیث غوښتنه کومه او په ټولو وروڼو باندې غږ کومه، چې خپلو خویندو ته خپل حق ورکړي، تر څو دوی وکولای شي، چې په دې ټولنه کې فعاله ونډه واخلي.''

خوست والي عبدالجبار نعیمي په افغانستان او په ځانګړي ډول خوست کې د ښځو په ټولنیز ژوندانه کې یو شمېر مثبتو پرمختګونو ته اشاره وکړه، د ده په خبره تر اوسه هم په خوست کې د قومي شخړو له کبله ښځو د بدو او دښمنیو په عوض کې ورکول کیږي:

''په تېرو دولسو کالونو کې د ښځو له قشره شکر ډاکټرانې لرو، انجینرانې لرو، نرسانې لرو په مختلفو برخو کو الحمدالله پرمختګ راغلی دی، زموږ او ستاسو په ولایت خوست کې تر اوسه هم قومي شخړې شته او بیچاره او معصومه نجلۍ یې په بدو کې ورکول کیږي، دا یو ناروا کار دی، بد کار دی، اما دغه بد باید ټول ورته ووایو.''

د یادونې وړده، چې د نورو ټولنیزو فعالیتونو تر څنګ په خوست کې دامهال نږدې یو لک نجونې په ښوونځیو او تر درې سوه زیاتې نجونې په پوهنتونونو کې پر لوړو زده کړو بوختې دي، چې دې پرمختګ ته د ښځو په ژوندانه کې د یو مثبت پرمختګ او مهم بدلون په نظر کتل کیږي.
XS
SM
MD
LG