د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: د جمرود مشران وایې دوی خپل مراعات غواړي


د خیبر ایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ د جمرود سکندرخیلو او تور خیلو قبیلو د مشرانو مراعات بند کړی دي،او دې سره سره د یادو قبیلو خلک اوس ډومیسایل سرټیفیکیټ او شناختي کارډ هم نه شي جوړولۍ.


پولیټیکل چارواکي وایې ((چې په دې وروستیو کې د دوی په سیمو کې پرله پسې بمي چاودنې وشوې اود پولیو ضد کمپین کارکونونکو د ساتلو لپاره ګمارل شویو خاصه دارو ته پکې مرګ ژوبله واوړیده،او دلته د ناټو سپلایی په ډرایورانو هم د وسلوالو له خوا بریدونه تر سره شول ، خو د یادو قبیلو خلک خپله علاقایی ذمه واري نه پوره کوي او په امنیت قایمولو کې حکومت سره کومک نه کوي نو ځکه مو د ایف سي آر قانون تر لاندې د دوی مراعات بند کړل))

خو بیا د سیمې مشران وایی چې د امنیت ذمه واري د حکومت ده او د دوی مراعات بندول جایز کار نه دۍ.

په دې اړه د جمرود سیمې یو مشر ملک اسرار مشال ریډيو ته وایی چې(( پخوا به علاقایی ذمه وارۍ قانون موثر وو او معلوم خلک به وو چې کوم تن به حکومت ته مطلوب وو نو یو مشر به ډير په آسانه حکومت ته حواله کولۍ شو خو اوس دلته قسم قسم خلک د نورو سیمو نه هم راغلی دي،او د دوی پیژندګلوي ګرانه ده، اوس وخت بدل شو او د پیښو نوعیت هم بدل شوۍ دۍ،او امنیت ساتل خو د حکومت ذمه واری ده نور دې زمونږ خلاف علاقایی ذمه وارۍ قانون نه استعمالیږی،پولیټیکل چارواکو له پکار دی چې زمونږ مراعات دې زر تر زره بحال کړي))

د خیبر ایجنسۍ د جمرود سیمې د مشرانو د مراعاتو د بندیدو په اړه مو چې کله د یادې سیمې نه د قامي اسمبلۍ لپاره منتخب شوی غړی الحاج شاه جی ګل آپریدي سره رابطه وکړه نو دوی یوازې دومره وویل چې(( مونږ په دې اړه د خیبر پولیټیکل چارواکو سره خبرې اترې روانې دی او هڅه کوو چې دغه ستونځه زر تر زره حل کړو))

د جمرود کوکي خیلو مشران وایی چې ((باید د دوی د ټولو قبیلو مراعات دې بحال کړل شي، او دوی د خلکو په ډومیسایل سرټیفیکیټ او شناختي کارډ جوړولو باندې لګول شوی بندیز دې هم ختم کړل شي))
XS
SM
MD
LG