ارګ تاییدوي چې، د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال مارشل محمد قسیم فهیم د ورپیښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
ارګ په خپله یوه خبر پاڼه کې چې نن خپره شوې د نوموړي د مړینې اعلان وکړ.
افغان ولسمشر حامد کرزي د هغه په مړینه خپګان څرګند کړی ، او هغه یې یو وطن دوست افغان او ستر مجاهد وباله.
د ارګ تر مخه په افغانستان کې د دریو ورځو لپاره د ماتم اعلان شوی ، او ملي بیرغ به هم نیم ځوړند وي.
تراوسه معلومه نه ده چې، قسیم فهیم د کومې ناروغۍ له امله ساه ورکړې. خو هغه شدید شکر درلود.
قسیم فهیم د ولسمشر حامد کرزي د حکومت په دوران د دفاع د وزیر په توګه هم پاتې شوی دی.
دی د احمدشاه مسعود په مشرۍ د شمالي ټلوالې یو پیاوړی قومندان و؛ چې له طالبانو سره په جګړې کې یې برخه اخیستې ده.