د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټر اشرف غني: د خوستوالو ملاتړ ارګ ته نږدې کړو


ډاکټر اشرف غني احمدزي هغه لويې غونډې ته، چې د شنبې په ورځ د خوست په ملي لوبغالي کې د ده په پلوی جوړه شوې وه په خپلو خبرو کې، وویل چې د خوستوالو پراخه ملاتړ دوی ارګ ته ډېر ورلنډ کړل او دوی به د بریالیتوب سره جوخت په افغانستان کې د پراخو مثبتو پرمختګونو له پاره کار وکړي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي هغه لويې غونډې ته، چې د شنبې په ورځ د خوست په ملي لوبغالي کې د ده په پلوی جوړه شوې وه په خپلو خبرو کې، وویل چې د خوستوالو پراخه ملاتړ دوی ارګ ته ډېر ورلنډ کړل او دوی به د بریالیتوب سره جوخت په افغانستان کې د پراخو مثبتو پرمختګونو له پاره کار وکړي.


په نوموړي پراخه غونډه کې چې د خوست د مرکز او ولسوالیو په لسګونه زره اوسیدونکیو برخه اخیستې وه، ګډونوالو اشرف غني احمدزی او ملګری پلاوی يې د افغانستان په ملي بیرغونو، د ډاکټر اشرف غني د انځورونو په ښورولو، چکچکو، ګرمو ولولو او د ورزشکارانو له خوا د یو رسم ګذشت په ترسره کولو بدرګه کړل.

په ولسي جرګه کې د دفاعي کمیسیون رئیس او په خوست کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز کمپاین مشر همایون همایون د خوستوالو په استازیتوب خپلو پیلیزو خبرو کې د جمهوري ریاست ویاند اشرف غني ته وویل، چې خوستوال به يې تر بریالیتوبه کلک ملاتړ وکړي:

((ډاکټر صیب اشرف غني د ریاست جمهوري نوماند چې په رښتیا سره يې په افغانستان کې ډېر خدمت کړی دی او په دنیا کې دویم لوی مفکر ګڼل شوی دی، زه غواړم د خوست د خلکو په استازیتوب ډاکټر صیب ته دا اطمینان ورکړم، چې ډاکټر صیب د خوست هغه خلک دي، چې د عسلو د مچۍ په شان پاک شي باندې راجمع کیږي، د افتخار ځای ده چې تاسو ته د خوست دومره خلک راغلي دي او پر تاسو يې باور کړی دی او دوی دا مني چې ډاکټر صیب یو پاک او مجاهد انسان دی.))

د ولسمشری نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د خوست اوسیدونکیو پراخې راټولیدنې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د بریالیتوب په صورت کې د هغه بنسټیزو پروژو د پلي کیدنې ژمنه ورکړه، چې د یادې سیمې خلکو تل په تېره یوه لسیزه کې غوښتي او تر اوسه نه دي عملي شوي.

ډاکټر اشرف غني احمدزی د خپلې وینا په درشل کې د ګډونوالو له خوا د بیرغونو په رپولو، د عکسونو په خوځولو، چکچکو او ولولو نمانځل کېده:

((نهه کاله مخکې ما د غلام خان بندر افتتاح کړ، خوست لا ترانزیټي ولایت نه دی شوی، په اساسي توګه به خوست ترانزیټي ولایت کړو، د غلام خان نه تر ګردیزه به د قیر سړک مسوولیت به په ما وي، خوست خوستوالو جوړ کړی، خوست په حلالو پیسو جوړ شوی، خوست د خوستوالو له برکته د دوبۍ، اماراتو او عربستان نه د مزدوریو په پیسو جوړ شوی، دلته حرامې پیسې نشته نو ځکه د خوست هوايي اډه به موږ تکمیلوو، چې له اماراتو نه دلته پروازونه وشي.))

د یادونې وړ ده، په افغانستان کې راتلونکیو ولسمشریزو ټولټاکنو ته یوولسو تنو ځانونه نومولي چې تاکل شوې، یادې ټاکنې به د راتلونکې لمریز کال د حمل په ۱۶ مه نیټه ترسره شي.
XS
SM
MD
LG