د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواجه اصف: که طالبانو جنګ بندي عملي نه کړه،عملیات کوو

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي که تحريک طالبان پاکستان د خپلې اعلان کړې جنګ بندۍ خلاف ورزي وکړي نو په قبايلي سيمو کې به د روانې مياشتې په آخره کې پوځي عمليات وکړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي که تحريک طالبان پاکستان د خپلې اعلان کړې جنګ بندۍ خلاف ورزي وکړي نو په قبايلي سيمو کې به د روانې مياشتې په آخره کې پوځي عمليات وکړي.


خواجه اصف رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي چې طالبانو چې د جنګ بندۍ کوم اعلان کړی، پکار ده چې هغه عملي هم کړي ځکه چې د دغې بغیر دوی د خبرو عمل پر مخ نشی بوتللی.

ياده دي وي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو سره د سولې مذاکرات شروع کړي او يوه هفته وړاندې تحريک طالبان پاکستان د يوې مياشتې جنګ بندۍ اعلان کړی.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG